د لاسرسي ځای

تازه خبر

خلیلزاد او ترکي چارواکو د افغانستان تاوتریخوالی د اندېښنې وړ بللی


خلیلزاد او لوړپوړو ترکي چارواکي د خبرو پر مهال.
خلیلزاد او لوړپوړو ترکي چارواکي د خبرو پر مهال.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او لوړپوړو ترکي چارواکو، په افغانستان کې روان تاوتریخوالی، د اندېښنې وړ بللی او پر ختمولو یې ټينګار کړی دی.


دا خبره د نومبر پر ۱۳مه په انقره کې د امریکا سفارت په یو خبرپاڼه کې کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، خلیلزاد او ترکي چارواکو پر دې هم بحث وکړ چې ترکیه څنګه له نړیوالې ټولنې سره په همغږۍ په افغانستان کې دواړه خواوې د سیاسي جوړجاړي له لارې د جګړې د ختمولو د پروسې چټکتیا ته هڅولای شی؟

دا په داسې حال کې ده چې ترکي ته د زلمي خلیلزاد درې ورځنی سفر د نومبر پر ۱۳مه پای ته ورسېد.

زلمي خلیلزاد ترکي ته په سفر کې د بهرنیو چارو له وزیر مولود چاولوش اوغلو، د ولسمشر ځانګړي سلاکار ابراهیم کالین او یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو سره د افغانستان د سولې په تړاو خبرې کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG