د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کابل پوهنتون د برید چل جوړوونکی ونیول شو


په کابل کې پوهنتون له برید وروسته د یوه ټولګي حال
په کابل کې پوهنتون له برید وروسته د یوه ټولګي حال

افغان حکومت وایي، پر کابل پوهنتون د برید طرحه کوونکی یې نیولی دی.

دغه خبره د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د نومبر پر ۱۴مه پر خپله فیسبوک پاڼه کې کړې ده.

صالح ویلي، د برید طراح داسې یو کس دی چې درې کاله یې شرعیاتو پوهنځی لوستی او وروسته د حقاني شبکې د یوه غړي 'ثناالله' له خوا جذب شوی دی.

نوموړي زیاته کړې، کومو کسانو چې دا برید کړی، څو ډلو سره یې تړاو درلودلو لکه داعش، حزب التحریر، طالب او داسې نور.

وړاندې راغلي، د برید طراح د پنجشیر اصلي اوسیدونکی دی او کورنۍ یې د کابل پل چرخي سیمه کې اوسېږي.

طالبانو بیا له دې وړاندې دغه ادعاوې رد کړي دي او په بېلابېلو خبرپاڼو کې یې پرکابل پوهنتون برید غندلی دی.

د نومبر پر دويمه په کابل پوهنتون کې وسله وال بريد لږ تر لږه ۲۴ کسان وژلي ول چې زياتره يې زده کوونکي ول. د دغه بريد مسوليت اسلامي دولت وسله والې ډلې (داعش) منلی و.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG