عمران خان د نومبر پر۱۹مه د یوې ورځې په رسمي سفر کابل ته ځي څو د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان په رول او مهمو دوه اړخیزو اړیکو باندې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره وغږیږي.
دا خبره د پاکستان د حکومت باوري سرچینو د نومبر پر ۱۴مه، په اسلام اباد کې د مشال راډیو خبریال ته کړې ده.
د پاکستان یو شمېر رسنیو هم د عمران خان د سفر په اړه راپورونه خپاره کړي دي.
دا به لومړی وار وي چې وزیراعظمۍ ته تر رسېدو وروسته عمران خان افغانستان ته سفر وکړي.
افغان ولسمشر اشرف غني د سېپټمبر پر ۲۵مه د پاکستان له وزیراعظم عمران خان سره په افغانستان کې د اوربند د ټینګښت په اهمیت غږیدلی و او هغه ته یې د کابل د سفر بلنه ورکړې وه.
د پاکستان لپاره د افغان ولسمشر ځانګړي استازي محمد عمر داوودزي هم د افغان سولې په تړاو په یوه ويډیو کنفرانس کې د عمران خان د سفر یادونه کړې ده.
داوودزي په دغه کنفرانس کې د خپلو خبرو یوه برخه د نومبر پر ۱۳مه په ټوېټر باندې شریکه کړې ده او لیکي:
"په ډېر نږدې راتلونکي کې د پاکستان د وزیراعظم د همکار رزاق داوود په مشرۍ یو لوړپوړی پاکستانی پلاوی کابل ته راځي او په تعقیب به یې عمران خان هم سفر وکړي."
داوودزي پرته له دې چې د عمران خان د سفر نېټه په ډاګه کړي د ولسمشر غني د متبادله سفر یادونه هم وکړه.
هغه د پاکستان او افغانستان په اړیکو کې د ډېر بدلون یادونه وکړه او ویې ویل چې له پاکستانه په تېرو ۱۹ کلونو کې دا تمه چې طالبان دې په زور د خبرو میز ته راولي کارنده نه وه.
پاکستان ادعا لري چې د افغانستان د سولې په پروسه کې یې اغېزمنه همکاري کړې ده.
عمران خان په وار وار د طالبانو او امریکا تر منځ د فبروري پر ۲۹مه په دوحه کې شوی تړون د پاکستان د اسانچارۍ نتیجه بولي.
د افغانستان حکومت او امریکا هم په دې باور دي چې پاکستان په طالبانو اغېز لري او په کار ده چې له دې اغېزې په کار اخېستلو د افغانستان د سولې او ثبات لپاره رښتینی هڅې وکړي.
کابل ته د عمران خان د سفر په اړه راپورونه داسې وخت خپریږي چې په افغانستان کې تاوتریخوالی ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو بلل شوی او د مخامخ جګړو په زیاتېدو سربېره په ښارونو کې هدفي وژنې او بمي چاودنې هم ډېرې شوي.
حکومت د تاوتریخوالي د زیاتېدو پړه په طالبانو اچوي او وايي چې طالبانو اوس د جګړو د چل ول په بدلولو ملکیان هدف ګرځوي او تاوتریخوالی یې زیات کړی.
طالبانو تازه په یوه اعلامیه کې افغان حکومت تورن کړی چې د دوی په خبره په کابل او لویو ښارونو کې د عالمانو، سیاسي شننونکو، مدني فعالانو او مخورو شخصیتونو ترور ته ملا تړلې ده او د طالبانو پر ضد یې پروپاګند پیل کړی.
د فېسبوک تبصرې