د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قطر امیر له ولسمشر غني سره ټېلېفوني خبرو کې په کابل او هېلمند کې وروستي بریدونه وغندل


افغان ولسمشر له قطر امیر سره د ټیلیفوني خبرو پر مهال.
افغان ولسمشر له قطر امیر سره د ټیلیفوني خبرو پر مهال.

د افغانستان ولسمشر او د قطر امیر د افغانستان د سولې پر پروسې او اقتصادي اړیکو ټېلفوني خبرې کړې دي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ او د قطر د امیر دفتر په جلا جلا خبرپاڼو کې ویلي چې اشرف غني او شېخ تمیم بن حمد الثاني موافقه وکړه چې د خپلو مخکنیو خبرو په رڼا کې چې په دوحه کې یې کړې وې، د سیاسی او اقتصادي اړیکو د لا پراختیا لپاره به د دوو هیوادونو تخنیکي کمېټې د تفاهملیک مسوده ترتیب کړي.

ارګ وايي، ولسمشر غني په افغانستان کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه د قطر له امیر سره د خپلو اندېښنو د شریکولو ترڅنګ وویل، هیله وه چې تشدد به کم شي خو له بده مرغه لا ډېر شوی نو په دې برخه کې د قطر د همکارۍ غوښتنه کوي چې د سولې د پروسې کوربه دی.

قطر له څو کلونو راهیسې د طالبانو د سیاسي دفتر کوربه دی او د روان کال په فبرري مياشت کې د امریکا او طالبانو تر منځ د افغان سولې موافقه هم د دغه هیواد په پلازمېنه دوحه کې لاسلیک شوه.

د ارګ له خبرپاڼې سره سم، د قطر امیر د کابل، هېلمند او نورو ولایتونو وروستۍ حملې وغندلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG