د لیبیا په ساحل کې د نومبر پر ۱۲مه د یوې بېړۍ د ډوبېدو له کبله لږ تر لږه ۷۴ تنه مړه شوي دي.
د ملګروملتو د کډوالو د چارو اداره وايي چې ساحل ساتونکو او کب نیونکو ۴۷ کسان ژغورلي هم دي.
د کډوالو نړیواله اداره وايي، دا کښتۍ چې د ښځو او ماشومانو په ګډون پناه غوښتونکي پکې سپاره ول، د لیبیا الخمس بندر ته نېږدې ډوبه شوه.
لیبیا د پناه غوښتونکو په خاص ډول د افریقايانو، چې غواړي له مېډیټراني سمندرګي تېر شي او ځان اروپا ته ورسوي، د ټرانزیت مهم بندر دی.
د کډوالو نړیواله اداره زياتوي چې تر دې وړاندې سږ کال لږ تر لږه ۹۰۰ پناه غوښتونکي له مېډیټراني سمندرګي څخه د تېرېدو په هڅه کې ډوب شوي دي.