د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان او ایران خپلې اړیکې لا پیاوړې کوي: قریشي


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي اسلا اباد او تهران خپلمنځيو اړیکو ته د لا نورې ودې په ورکولو سلا شوي دي.

نوموړي د نومبر پر یوولسمه (پرون) په اسلام اباد کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره په ګډه خبریالانو ته وویل چې دواړو په خپله لیدنه کې پر خپلمنځي تجارت، د سیمې پر صورتحال او په افغانستان کې د سولې په اړه خبرې وکړې.

د قریشي په وینا پاکستان او ایران په افغانستان کې سوله او ثبات غواړي او په دې لړ کې همغږي دي.

په دغه موقع جواد ظریف د پاکستان او ایران ترمنځ د پولې د حفاظت او د کډوالو او ترهګرۍ په اړه د اسلام اباد په همکارۍ تسلي ښکار کړه.

نوموړی له یوه لوړپوړي ایراني پلاوي سره د نهې په ورځ په دوه ورځني سفر اسلام اباد ته رسېدلی وو چې پکې یې د نومبر پر یولسمه له وزیر اعظم عمران خان او د پوځ له مشر جنرل قمر جاوید باجوه سره هم ولیدل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG