د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شانګلې څلور کانکیندونکي د حیدراباد سکرو کان کې وژل شوي


په کوټه کې د سکرو کان
په کوټه کې د سکرو کان

د سيند صوبې په حيدرآباد کې د سکرو کان په پېښه کې د شانګلي څلور کانکېندونکي وژل شوي دي.

په لاکړا سیمه کې د کارګل نومې دغه کان ټيکه دار فلک ناز پرون (د نومبر ۱۱ مه) مشال ريډيو ته وویل پېښه هغه وخت وشوه چې د رسیو په ځانګو (ليفټ) کې څلور مزدوران کان ته کوزېدل او رسۍ وشلېدې چې په نتیجه کې یې دغه کسان په سلګونه فوټه لاندې پرېوتل.

فلک نیاز زیاتوي چې د کان د نورو مزدورانو په مرسته یې مړي راوېستل چې څلور واړه یې د شانګلې رانيال سيمې سره تعلق لري او د بس په ذريعه یې خپل کلي ته لېږلي دي.

د یادونې ده چې د سیند تر څنګ د بلوچستان او خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو سیمو کې وخت په وخت په کانونو کې بېلا بېلې پېښې کېږي او کانکېندونکو ته پکې مرګ ژوبله اوړي.

د دې پېښو سبب په کانونو یا مایینونو کې د کارکوونکو لپاره د حفاظتي انتظاماتو نه شتون ښودل کېږي. حکومت په بیا بیا ویلي چې په دې لړ کې به کوټلي اقدامات کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG