په ایران کې د بشري حقونو یوه وکیله نسرین ستوده چې تېره اوونۍ په موقتي توګه له جېله خوشې شوې وه، د مېړه په خبره یې کورونا وایرس وهلې ده.
رضا خندان د نومبر پر ۱۱مه پر فېسبوک لیکلي چې ښځه یې په تهران کې د قرچک په نوم د ښځو په یو زندان کې وایرس وهلې ده.
نوموړې په اکتوبر کې هغه زندان ته منتقله شوې وه.
د هغه په خبره، په جېل کې حالات ډېر خراب ول.
ستوده د نومبر پر اتمه تر هغې وروسته خوشې شوه چې تېره میاشت د انساني حقونو لپاره کارکوونکو ډلو خبرداری ورکړی وو چې د اووه هفتو د نه خوړلو تر هړتال (اعتصاب) وروسته د هغې صحت ډېر خراب شوی دی.
۵۷ کلنه ستوده په ۲۰۱۸ز کې د جاسوسۍ، د پروپیګنډې د خپرولو او د ایران د ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي د سپکاوي تورونو په سر نیول شوې وه.
خو نوموړې له دې تورونو انکار کوي.
عدالت نسرین ستودې ته ۳۸ کلونو او شپږ میاشتو د بند او د ۱۴۸ دورو (کوړو) سزا اورولې.