د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې خبریالانو احتجاج کړی دی


په اسلام اباد کې خبریالانو احتجاجي لاریون کړی دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:27 0:00

په اسلام اباد کې خبریالانو احتجاجي لاریون کړی دی

په پاکستان کې د خبریالانو وفاقې ټولنې (پي اېف یو جې) او د راولپېنډۍ او اسلام اباد د خبریالانو اتحادیې (ار ای یو جې) د خپلو غوښتنو لپاره احتجاج کړی دی.

په اسلام اباد کې احتجاج کوونکو د نومبر ۱۱مه وویل، د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو جبري برطرفیو او پر رسنیو د نااعلان شویو بندیزونو او محدودیتونو ضد دی.

دوی همداراز وايي، حکومت دې له دولتي راډیو څخه ګوښه شوي کارکوونکي او د ۲۴ نیوز په نوم خبري ټېلېوېژن بحال کړي او هغو خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو ته دې د تنخا ورکول باوري کړي چې رسنیزو ادارو ورته له میاشتو میاشتو راهیسې نه دي ورکړي.

د پاکستان حکومت د خبریالانو تازه احتجاج په اړه څه نه دي ویلي خو په تېرو وختونو کې یې په بیا بیا پر رسنیو د محدودیتونو تور رد کړی او وزیراعظم عمران خان وايي، د هېواد رسنۍ له بشپړې ازادۍ برخمنې دي.

حکومت همداراز دریځ لري چې د رسنیو مالکانو ته یې د کارکوونکو نه ګوښه کولو او پر وخت د تنخا ورکولو سپارښتنه کړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG