د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان ۷۵ سلنه وګړي د جمهوري نظام ملاتړي دي: غني


افغان ولسمشر اشرف غني د شانګهای د همکاریو سازمان غونډې ته د وینا پر مهال - د ۲۰۲۰ز د نومبر ۱۰مه.
افغان ولسمشر اشرف غني د شانګهای د همکاریو سازمان غونډې ته د وینا پر مهال - د ۲۰۲۰ز د نومبر ۱۰مه.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي د افغانستان څه باندې ۷۵ سلنه افغانان د جمهوري نظام او له شپږ څخه تر ۸ فیصده پورې یې د طالبانو ملاتړي دي.

د نومبر پر ۱۰مه، د شانګهای د همکاریو سازمان غونډې ته وينا کې غني وويل چې هغه دغه خبره د شویو نظرپوښتنو پر بنسټ کوي خو د نظرپوښتنو سرچینې یې یادې نه کړې.

افغان ولسمشر د سیمه ییزو همکاریو د پراختیا، د ترهګرو شبکو او د نشه يي موادو د قاچاق او یو شمېر نورو ګواښونو پر وړاندې پر مبارزې د ټینګار ترڅنګ له سازمانه وغوښتل چې په افغانستان کې د اساسي قانون پر بنسټ د جوړ نظام ملاتړ وکړي.

د شانګهای د همکاریو سازمان ۲۰مه غونډه د نومبر پر ۱۰مه انلاین وه چې کوربه یې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین وو.

د شانګهای د همکاریو سازمان غړو هېوادونو په غونډه کې په سیمه کې د اړیکو او همکاریو په پراختیا او د کورونا وایر پر وړاندې پر ګډې مبارزې ټینګار وکړ.

روسیه، چین، تاجکستان، قازقستان، قېرغیزستان، ازبکستان، هند او پاکستان د ياد سازمان دایمي غړي او افغانستان، ایران، منګولیا او بېلاروس یې څارونکي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG