د لاسرسي ځای

تازه خبر

اې اېن پي د وفاقي وزیر اعجاز شاه له بخښنې پس لاریون نه کوي


د داخله چارو وفاقي وزیر ریټایرډ بریګیډیېر اعجاز شاه له حکومتي پلاوي سره بېګا په پېښور کې د باچا خان مرکز ته په جرګه ولاړ. ۲۰۲۰، ۰۹ نومبر
د داخله چارو وفاقي وزیر ریټایرډ بریګیډیېر اعجاز شاه له حکومتي پلاوي سره بېګا په پېښور کې د باچا خان مرکز ته په جرګه ولاړ. ۲۰۲۰، ۰۹ نومبر

عوامي نیشنل پارټۍ د پاکستان کورونيو چارو وزير اعجاز شاه بخښنه ومنله او د هغه د څرګندونو پرضد او په دې اړه د رښتیا مالومولو کمېشن د غوښتنې لپاره له پېښوره د اسلام اباد پر لور د لاريون کولو فيصله یې بیرته واخيسته.

د داخله چارو وفاقي وزیرریټایرډ بریګیډیېر اعجاز شاه بېګا په پېښور کې د باچا خان مرکز ته په جرګه ولاړ او پر خپل لانجمن بیان یې له عوامي نیشنل ګوند او له ټولو پښتنو بخښنه غوښتې.

اعجاز شاه وويل چې دا یو غلط فهمي وه او د ده مقصد هېڅکله دا نه وو چې ګنې د ترهه ګرۍ ضد جنګ کې د دوی قربانو ته سپک وګوري. د دغه جرګې په پلاوي کې د دفاع وزیر پروېز خټک او د واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف یوشمیر نور مشران هم مله ول.

له اې اېن پي د وفاقي وزیر اعجاز شاه بښنه څه مانا لري؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:37 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

په باچا خان مرکز کې د خبري کنفرانس پر مهال اعجاز شاه د عوامي نیشنل پارټۍ د مشرانو مننه وکړه چې د دوی جرګه یې ومنله او دوی ته یې درناوی ورکړ. د نوموړي په خبره ښه په خوشالۍ له یوه بل سره ولیدل، اوس هېڅ تناو نشته او له ټولو بخښنه غواړي.

پر دې مهال د عوامي نېشنل ګوند مرکزي جنرل سېکرېټري ميا افتخار حسين وويل، د کورونيو چارو وزير وضاحت وکړ چې هغه دا څرګندونې په دې تناظر کې نه وې کړې او که بيا هم د اې اېن پي زړه ازار شوی وي نو دی بخښنه غواړي. نوموړي وروسته له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې دوی جرګه ومنله او پر یوولسم نومبر اسلام آباد ته یې د اعلان کړي خپل احتجاجي لاریون پرېکړه بیرته واخیسته.

د عوامي نیشنل ګوند صوبايي صدر ایمل ولي خان هم له جرګي وروستو مشال ریډیو ته وویل دوی له دې پس له خپلې غوښتنې لاس پرسر شوي دي.

نوموړي وویل د دوی دوې غوښتنې وې، یو د داخله وزیر اعجاز شاه استعفی او بل د انکوایري کمېشن، د ده په وینا چې دوی څه غوښت هغه دوی ومنل. دوی ومنل چې هغه وخت چې کوم شهیدان ورکړل شوي وو، هغه د دې ریاست لپاره ورکړل شوي وو، هغه د دې ملک لپاره وو. نو دلته په راتلو هغوی ټول قام ته سپیناوی وکړو.

تېره اوونۍ پر ټولنيزو رسنيو د اعجاز شاه داسې يوه ويډيو خپره شوې وه چې پکې نوموړی په پنجاب کې خلکو ته وينا کوي. په وينا کې هغه مسلم ليګ نواز ته يو ډول دړکه ورکوي چې پر پوځ دې تنقيد نه کوي او زياتوي چې د عوامي نېشنل ګوند غړي هم ځکه ووژل شو چې هغوی د ترهګرو او وسله والو طالبانو مخالفت کاوه. د دې ويډيو خپرېدو وروسته اې اېن پی سخت غبرګون وښود او اعجاز شاه د استعفی او د رښتيا معلومولو کميشن د جوړولو غوښتنه يې وکړه. ګوند د نومبر پر ۱۱ نېټه د کورونيو چارو د وزير پرضد اسلام اباد ته د لاريون اعلان کړی وو. اې اېن پي وايي چې د ترهګرۍ ضد جګړې پر مهال يې تر ۱۰۰۰ زيات غړي وژل شوي دي. د زياترو وژنو ذمه واري تحريک طالبان پاکستان منلې ده.

XS
SM
MD
LG