د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دفاع وزير له دندې ليرې کړ


ولسمشر  ټرمپ د نومبر پر نهمه نېټه پر ټويټر پاڼه ليکلي چې د دفاع وزير مارک اېسپر له دندي ليري کړل شوی او د هغه د خدماتو مننه کوي
ولسمشر  ټرمپ د نومبر پر نهمه نېټه پر ټويټر پاڼه ليکلي چې د دفاع وزير مارک اېسپر له دندي ليري کړل شوی او د هغه د خدماتو مننه کوي

د امريکا تلونکي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د خپل دفاع وزير له دندې ليرې کړی دی.

نوموړي دا ګام د دويم ځل لپاره د ولسمشر د چوکۍ د انتخابات تر بايللو څو ورځې وروسته اخيستی دی.

ولسمشر ټرمپ د نومبر پر نهمه نېټه پر ټويټر پاڼه ليکلي چې د دفاع وزير مارک اېسپر له دندي ليري کړل شوی او د هغه د خدماتو مننه کوي.

هغه د ترهګرۍ ضد ملي مرکز مشر کرېسټوفر ميلر د دفاع عبوري وزير نومولی چې د ده پر دې حکم به په سمدستي توګه عمل کېږي.

ټرمپ د نومبر دريمې انتخاباتو له ماتې خوړولو انکار کړی دی. له نوموړي دا ټاکنې د هغه د ډيموکرات ګوند سيال او پخواني مرستيال ولسمشر جو بايډن ګټلې دي.

ځينو څېړونکيو دا تمه کوله چې ټرمپ که د ولسمشرۍ انتخابات وګټي او که نه خو البته هغه به تر ټاکنو سمدستي وروسته اېسپر له خپلې چوکۍ ليري کړي.

داسې ګنګوسې هم دي چې کېدای شي ټرمپ د پلټنې فيدرالي ادارې اېف بي ای مشر کرسټوفر ورې يا د استخباراتو مرکزي ادارې سي ای اې مشره جينا هاسپل هم له دندو ګوښه کړي.

د رپورټونو له مخې اېسپر هغه مهال ټرمپ خفه کړ چې نوموړي په ګرميانو کې په امريکا کې د نسلي انصاف په خاطر د شويو مظاهرو د ځپلو وړلو لپاره د پوځي عسکرو د استعالولو په لړ کې د ښاغلي ټرمپ ملاتړ ونکړ.

اېسپر ښکاره ويلي ول چې پوځ بايد د وروستي تکيې په توګه استعمال کړل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG