د لاسرسي ځای

تازه خبر

هدفې وژنې ودروئ ګنې لوی پرلت کوو: ملا بهرام


په پښتون میشته سیمه چمن کې پي ټي ايم لاریون وکړ

په بلوچستان کې د پښتون ژغورني غورځنګ د مرکزي کميټۍ غړي ملا بهرام اخوند، د اپريل په ۱۹مه، مشال راډيو ته وويل چې د صوبې په پښتون ميښتو سيمو کې هدفي وژنې زياتي شوې او د دې پرضد به لويه احتجاجي دهرنه د غورځنګ له مشر منظور پښتن سره له مشاورت وروسته کوي.

نوموړي له هغې وروسته مشال راډيو سره خبري کړي چې د بلوچستان صوبې په پښتون میشته سیمه چمن کې پي ټي ايم لاریون وکړ. لاریونوالو په چمن او د بلوچستان په نورو سیمو کې د بدامنۍ پيښو پرضد او د امن په حق کې شعارونه ورکړل.

د دوشنبې پر ورځ په چمن کې یوې بمي چاودنې یو تن وژلی او ۱۳ نور یې ژوبل کړي ول. همدا راز د اپرېل په ۱۲مه د کوټې په هزار ګنجي کې ځانمرګي برید ۲۰ کسان وژلي او ۴۸ نور یې ژوبل کړي ول. تر دې وړاندې په سنځاوۍ، پشین، کلا سېف الله او لورالایي کې د بدامنۍ پېښې شوي دي چې مرګ ژوبله یې اړولې ده.

د پي ټي ايم مخکښ ملا بهرام وويل چې د رياستي ادارو له لوري له پښتنو سره غير ائيني کارونه روان دي او دوی په هېڅ يوه ځای کې خوندي نه دي.

''که چرې رياستي ادارو له دې کاره لاس وانخیست نو دوی به حکومتي مشينری په ټپه ودروي. موږ د لاريون له لارې خبرداری ورکوو او ګورو به چې حکومت پرې څه عکس العمل ښيي. په راتلونکیو ورځو کې د یوه لوی پرلت (دهرنې) بندوبست کوو. د هغې ناستې موده به معلومه نه وي. موږ له منظور پښتین سره په دې لړ کې په رابطه کې يو او د هغه لارښونو مطابق به کار کوو.''

ملا بهرام اخوند له حکومته غوښتنه وکړه چې د اپرېل ۱۲مې او نورو پېښو پلټنې دې وشي او په دې کې ککړو کسانو کسانو ته دې سخته سزا ورکړل شي. په کوټه کې خبريال او سياسي چارو شنونکی سيد علي شاه وايي د پاکستان نورو برخو په پرتله په بلوچستان کې په منظم ډول ترهګري روانه ده. دوی وويل چې څه د مودې لپاره په صوبه کې کراري راغلې وه خو په سمدستي توګه ناامنیو پېښو له وجې په خلکو کې تشويش پيدا شوی دی.

''بلوچستان د هېواد نورو سيمو جلا بڼه لري. په دې صوبه کې منظمه ترهګري ده. دلته جرايم پېشه ډلې نه شته او نه هم په علاقو کې داسې ډلې موجوده دي. که چرې هغه وي نو پوليس ورشي او ختم يې کړي. د منظمې ترهګرۍ ختمولو لپاره سياسي ارادې پکار دي او په رياستي پالیسيو کې د بدلون ته اړتيا لري.''

خو د بلوچستان حکومت د کورنيو چارو وزير ضيا الله لانګو مشال راډيو ته وويل چې پاکستان له دوو لسيزو راهیسې له غيراعلانيه خفيه ترهګرۍ سره مخامخ دی. هغه وويل چې د پاکستان امنيتي ادارو د کاروایانو له وجې اوس لوی ښارونه خوندي دي.

''موږ د امنيتي ادارو د قربانيو له وجې د ترهګرو ملا ماته کړې ده او وړکی نيټورک يې پاتي شوي دي. دغه عناصر اسانه هدفونه په نښه کوي او بې ګناه خلک وژني. د ترهګرۍ ضد قامي کړنلاره جوړه شوې وه خو پرې عمل نه کېدلو. اوس پرې عمل شروع شوی دی. د اپوزیشن کردار تنقيد کول دي خو موږ به بلوچستان کې امن راولو.''

صوبايي وزير زياته کړه چې په بلوچستان کې د ترهګرۍ ځيني پيښو کې ککړ کسان نيول شوی دي او د نورو لپاره امنيتي اداري عمليات کوي. په دا وروستیو کې د بلوچستان په پښتون میشتو کې ترهګریزه بریدونو په لسګونو پښتنو ته مرګ ژوبله اړولې.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

په سيمه کې پوځي تمرينونه او ازموينې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:30 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG