د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسرایل او سعودي عرب جو بایډن ته مبارکي ویلې


د اسرایلو او سعودي عرب جنډۍ
د اسرایلو او سعودي عرب جنډۍ

د اسرایلو او سعودي عرب مشرانو هم د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډین ته مبارکي ورکړې ده.

اسرایلي وزیراعظم بینیامین نتنیاهو د نومبر پر اتمه نېته جو بایډن او د هغه مرستیالې کاملا هیرېس ته پر ټویټر مبارکي ویلې ده.

اسرایلي وزیراعظم ویلي چې دی د امریکا له منتخب ولسمشر جو بایډن سره ۴۰ کلنه اوږده، توده او شخصي ملګرتیا لري.

د سعودي عرب باچا سلمان بن عبدالعزیز او ولیعهد محمد بن سلمان هم جو بایډن ته مبارکي ویلې ده.

دوی له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره هم نژدې اړیکې درلودلې.

سعودي عرب په خلیج کې هغه وروستی هیواد دی چې منتخب امریکايي ولسمشر جو بایډن ته یې مبارکي ورکړې ده.

جو بایدڼ ویلي چې دی به له سعودي عرب سره اړیکو ته له سره کتنه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG