د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان جمهوري تحریک کې هیڅ اختلاف نشته: پروېز اشرف 


د پېپلز ګوند مشر بلاول بټو روانه اونۍ بي بي سي ته په مرکه کې وویل چې د ګوجراوالې په جسله کې چې نواز شریف نېغ په نېغه د پوځ د مشرانو نومونه اخیستي وو نو ده ته دې خبرې ټکان ورکړي وو.
د پېپلز ګوند مشر بلاول بټو روانه اونۍ بي بي سي ته په مرکه کې وویل چې د ګوجراوالې په جسله کې چې نواز شریف نېغ په نېغه د پوځ د مشرانو نومونه اخیستي وو نو ده ته دې خبرې ټکان ورکړي وو.

د پاکستان جمهوري تحریک مرستیال مشر او د پپلز ګوند مخکښ راجه پروېز اشرف دا امکان رد کړی چې ګنې د حکومت پرضد د تحریک په لړ کې د مسلیم لیګ ن او پاکستان پېپلز ګوند ترمنځ اختلافات رامنځته شوي دي.

نوموړي ویلي چې په پېښور کې د نومبر د ۲۲مې جلسې لپاره یې تیاریانې او هلې ځلې تندې کړې دي.

پخواني وزیراعظم راجه پروېز اشرف دا څرګندونې د نومبر پر اوومه د خیبر پښتونخوا د کوز دیر په چکدره کې د خپل ګوند د ملاکنډ ډویژن مشرانو سره تر ملاقات وروسته په خبري غونډه کې کړې دي.

نوموړي ویلي چې د هغوي د ګوند مشر بلاول بوټو به د پېښور جلسې لپاره د ملاکنډ نه د جلوس په شکل کې روانېږي.

ده وویل، "د خدای په فضل درې جلسې شوې دي، او نن د دې خبرې ضرورت دی چې په پاکستان کي داسې حکومت قایم شي چې د ولس د مرضۍ مطابق وي او چې د پاکستان ولس هغه منتخب کړي."

دا له هغه وروسته ده چې د پېپلز ګوند مشر بلاول بټو روانه اونۍ بي بي سي ته په مرکه کې وویل چې د ګوجراوالې په جسله کې چې نواز شریف نېغ په نېغه د پوځ د مشرانو نومونه اخیستي وو نو ده ته دې خبرې ټکان ورکړي وو.

بلاول بټو پخپلو ځوابونو کي د پوځ د مشر او د اسخباراتي ادارې د مشر د نومونو یادولو مخالفت کړی دی.

د بلاول تر دې خبرو اترو وروسته بیا په پاکستان کي ځیني رسنیو او ځیني وفاقي وزیرانو بیا ویلي وو چې د بلاول دا روستۍ څرګندونې دې خبرې ته اشاره کوي چې په پاکستان جمهوري تحریک کې شامل پېپلز ګوند او مسلیم لیګ نواز له یو بل سره ژور اختلافات لري.

خو په سیاسي حالاتو نظر لرونکی خبریال شمیم شاهد وايي د اپوزېشن ګوندونو په اتحاد کې شامل ګوندونه یو دي خو څوک پکي نېغ په نېغه د پوځي مشرانو نومونه اخلي او څوک بیا د موجوده حکومت راوستلو لپاره د سیلیکټر یا استبلشمنټ خبره کوي.

ده وویل، "تر داسې تحریکونو وروسته بیا د حکومت او اسټبلشمنټ دا کوشش وي چې دوي وویشي او دوي کې اختلافات راولي، نو داسي خبرې رواني هم دي او اسټبلشمنټ دا هڅه هم کوي چې نواز شریف رضا کړي، او دا خبره هم اوس ثابته شوه چې پنجاب د نوازشریف سره کلک ولاړ دی ، نو په دې تناظر کي بیا د اسټبلشمنټ او د پېپلز ګوند ترمېنځ هم خبرې روانې دي، زما په اند دا ټول سیاسي چالونه دي او د اپوزیشن اتحاد ماتولو ته هیڅ خطر نه شته."

د پاکستان وزیر اعظم عمران خان د نومبر پر شپږمه په سوات کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل د پروېز مشرف په رنګ به له نواز شریف یا پېپلز ګوند سره ملی پخلاینه ونکړي.

ده وویل، "نواز شریف له بهر هېواده پوځ ته وايي چې د پوځ مشر او د اسخباراتي ادارې آيي اېس آيي مشر بدل کړی، یعني پوځ ته د خپل مشر پرضد د بغاوت کولو خبره کوي، نو د دې نه بل لوي د هېواد دښمن څوک کیداي شي؟"

مخالف سیاسي ګوندونه د عمران خان دا خبره ردوي چې ګنې دوي د هغه سره پخلا کېدل غواړي او دوي دا غوښتنه هم کوي چې په هېواد کي دي د واکمن او مخالف ګوندونو د سیاستوالو د شتمنیو یو ډول احتساب وشي.

د مخالف ګوندونو ایتلاف له موجوده حکومته داستعفا ورکولو او په هېواد کي د نوي انتخاباتو غوښتنه کوي.

XS
SM
MD
LG