د لاسرسي ځای

تازه خبر

اروپايي ټولنې د بېلاروس پر لوکاشېنکا او نورو چارواکو بندیزونه ولګول


 الېکساندر لوکاشېنکا له تېرو ۲۶ کلونو راهېسې په بیلاروس واکمن دی او اپوزیشن ګوندونه وايي د اګست د نهمې انتخابات له ټګیو ډک وو.
 الېکساندر لوکاشېنکا له تېرو ۲۶ کلونو راهېسې په بیلاروس واکمن دی او اپوزیشن ګوندونه وايي د اګست د نهمې انتخابات له ټګیو ډک وو.

اروپايي ټولنې پر الېکساندر لوکاشېنکا، د هغه پر زوی ویکټر او د بیلاروس پر ۱۳ نورو لوړ پوړو چارواکو بندیزونه لګولي.

دغه چارواکي، نږدې درې میاشتې وړاندې ترسره شویو ولسمشریزو انتخاباتو کې پر تشدد، غیرقانوني ګرفتاریو او د ناسمو معلوماتو په خپرولو تورن دي.

اروپايي ټولنې د نومبر پر شپږمه د هغو ۱۵ کسانو نومونه خپاره کړي چې د وېزې د بندېز او د اساسو د کنګل کولو سره مخ دي.

په بیلاروس کې د اګست پر نهمه نېټه د ولسمشرۍ انتخابات شوي وو او په تېر اکتوبر میاشت کې ۴۰ نور چارواکي د ورته بندیزونو سره مخ شوي وو. هغوی د مظاهره کونکیو په بېرحمانه دباوولو او په انتخاباتو کې په جعلکارۍ تورن وو.

لوکاشینکا له تېرو ۲۶ کلونو راهېسې په بیلاروس واکمن دی او اپوزیشن ګوندونه وايي د اګست د نهمې انتخابات له ټګیو ډک وو.

په بیلاروس کې د لوکاشینکا پر ضد پراخې مظاهرې ترسره شوي دي. غربي نړۍ هم د هغو ټاکنو پایلې نه وې منلې.

دلوکا شینکا له بريمن اعلانولو وروسته په بیلاروس کې په زرګونو مظاهره کونکي ګرفتار کړل شوي دي. د اپوزیشن اکثره مشران یا ګرفتار شوي او یا هم له ملک څخه پر وتلو مجبور کړل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG