پاکستاني چارواکي وايي چې په پنجاب کې یې تیره شپه په عملیاتو کې له القاعده سره تړلي دوه مشکوک وسله وال وژلي دي.
پولیسو د نومبر پر اوومه په یو بیان کې ویلي چې وسله والو په ډیره غازي خان ضلع کې د ترهګرو بریدونو پلان جوړ کړی وو.
د ترهګرۍ ضد اداری یو چارواکی عمران اصغر وایي ـــ پولیسو دوه وسله وال په چوټي بالا سیمه کې د عملیاتو پر مهال د ډزو په تبادله کې ویشتي دي او دوه نور په تېښته کې بریالي شوي دي.
د نوموړي په وینا د دوي له پټنځاي څخه یې وسلې او چاودیدونکي مواد هم ترلاسه کړي.
ډیره غازي خان د پنجاب یوه داسې ضلع ده چې له بلوچستان ، سیند او پنجاب سره پولې لري او د خیبر پښتونخوا سیمې ورته هم نیزدي پرتې دي.