د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ټولنيزو رسنيو فعال او کالم ليکونکی بايزيد خروټی خوشې کړل شو


پاکستان کې بېلا بېلو سياسي مشرانو، د حقونو فعالانو او خبريالانو هم د بايزيد د درک لګولو او د هغه د خوشې کولو لپاره پر ټولنيزو رسنيو غږ پورته کړی و
پاکستان کې بېلا بېلو سياسي مشرانو، د حقونو فعالانو او خبريالانو هم د بايزيد د درک لګولو او د هغه د خوشې کولو لپاره پر ټولنيزو رسنيو غږ پورته کړی و

د بلوچستان په کوټه کې يو عدالت نن (د نومبر پر شپږمه) د ټولنيزو رسنيو فعال او اخباري کالم ليکونکی بايزيد خان خروټی خوشې کړ. نوموړی د نومبر پر څلورمه د کوټې په ليويز مرکز کې د سرکار په کار کې د مداخلت او نامناسبې ژبې کارولو په تور نيول شوی و.

د بايزيد وکيل عنايت کاسي او ورور متين خان خروټي نن مشال راډيو ته وويل چې د نومبر پر پينځمه يې په ضمانت د هغه د خوشې کولو لپاره په عدالت کې درخواست جمع کړی و چې نن د دوه لکه روپيو ضمانتي رقم په جمع کولو د عدالت لخوا منظور کړل شو.

بايزيد خروټی پرون (د نومبر پر پينځمه) په کوټه کې عدالت ته وړاندې کړل شو. نوموړي پر ځان لګېدلي تورونه رد کړل. وروسته عدالت نوموړی د پينځو ورځو په ريمانډ پوليسو ته وسپاره خو نن يې ضمانت وشو.

بايزيد خان خروټی چې د ((چوټي چړيا)) يا ((وړوکې مرغۍ)) په نوم فېسبوک پاڼه او وټس اپ ګروپ مخ ته وړي او په پاکستانيو ورځپاڼو کې کالمونه هم ليکي، زياتره وخت د بلوچستان صوبايي حکومت لخوا په بېلا بېلو پروژو کې د مبينه ((مالي بدنظميو او اداري فساد)) په اړه ويډيوګانې او خبرونه خپروي.

نوموړی د نومبر پر څلورمه غرمه مهال له هغه وروسته نادرکه شوی و چې د کوټې په ليويز مرکز کې يوې غونډې ته د ګډون لپاره تللی و، خو وروسته پر ټولنيزو رسنيو د هغه د نادرکۍ له خبرونو خپرېدو او د هغه د راخوشې کولو له کمپاين وروسته د بلوچستان حکومت وياند لياقت شاهواني ټويټ وکړ چې بايزيد ورک نه دی بلکې د پوليس په تحويل کې دی. د هغه په وينا نوموړی د کوټې ليويز مرکز کې په غېرقانوني توګه داخل شوی او د وتلو له امر ورکولو وروسته يې نامناسبه ژبه کارولې وه. د بلوچستان حکومت وياند لياقت شاهواني وويل چې هغه د سرکار په کار کې د مداخلت او نامناسبې ژبې په تور نيول شوی دی.

پر ټولنيزو رسنيو په ځانګړې توګه پر ټويټر د هغه د درک لګولو او راخوشې کولو په اړه له کمپاين چلولو وروسته د بلوچستان صوبايي حکومت ترجمان لياقت شاهواني د نومبر پر څلورمه ناوخته ټويټ وکړ چې بايزيد ورک نه دی بلکې د پوليس په تحويل کې دی. د هغه په وينا نوموړی د کوټې ليويز مرکز کې په غېرقانوني توګه داخل شوی او د وتلو له امر ورکولو وروسته هغه نامناسبه ژبه کارولې وه.

بايزيد چې کله د نومبر پر پينځمه عدالت ته وړاندې شو نو هتکړۍ يې په لاس وې او له ټولنيزو رسنيو سره يې پر ځان لګېدلي تورونه رد کړل او وې وويل چې هغه ليويز مرکز ته د پروټوکول ګاډو په اړه د راپور جوړولو لپاره تللی و. نوموړي د بلوچستان پر صوبايي حکومت او وزيراعلا جام کمال تور پورې کړ چې نوموړی د هغوی د اداري فساد پرضد د خبرو کولو په تور نيول شوی دی.

که څه هم د بلوچستان حکومت وياند لياقت شاهواني د بايزيد د تازه ادعاوو په اړه څه نه دې ويلي خو تر دې وړاندې نوموړي مشال راډيو ته ويلي و چې بايزيد پر ټولنيزو رسنيو ناسم معلومات خپروي او د حکومتي چارواکو کردارکشی کوي.

په پاکستان کې د خبريالانو د حقوقو لپاره کارکوونکې ادارې فريډم نيټورک د نومبر پر پينځمه پر خپل ټويټر په خپور کړي بيان کې د بايزيد خروټي نيول ناقانونه بللي وه او د بلوچستان له حکومت څخه يې په سمدستي توګه د د هغه د ((غېرقانوني نيونې)) نوټس اخيستلو غوښتنه کړې وه.

بلخوا په پاکستان کې بېلا بېلو سياسي مشرانو، د حقونو فعالانو او خبريالانو هم د بايزيد د درک لګولو او د هغه د خوشې کولو لپاره پر ټولنيزو رسنيو غږ پورته کړی و.

XS
SM
MD
LG