د لاسرسي ځای

تازه خبر

برتانیا او امریکا په بېلاروس کې د نویو انتخاباتو کولو غوښتنه کړې ده


بېلاروس کې د ولسمشرۍ د لانجمنو انتخاباتو په غبرګون په هېواد کې پراخې مظاهرې وشوې چې پکې اپوزیشن د درغلۍ تور پورې کړی
بېلاروس کې د ولسمشرۍ د لانجمنو انتخاباتو په غبرګون په هېواد کې پراخې مظاهرې وشوې چې پکې اپوزیشن د درغلۍ تور پورې کړی

د برتانیا او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د بېلاروس د ((ناسمو)) ولسمشریزو انتخاباتو او پر مظاهره کوونکو د بېرحمانه بریدونو په اړه د یوه خپلواکه رپورټ تر خپرېدو وروسته پر مېنسک د نویو انتخاباتو کولو غږ کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په بېلاروس کې د اګست نهمې له ولسمشریزو انتخاباتو راهیسې شاوخوا درې میاشتې تېرې شوې دي. د ولسمشرۍ د لانجمنو انتخاباتو په غبرګون په هېواد کې پراخې مظاهرې وشوې چې پکې اپوزیشن د درغلۍ تور پورې کړی، غرب یې د نتیجو له منلو انکار کوي او پر الېکساندر لوکاشېنکا فشار زیاتوي. نوموړی له ۲۶ کلونو راهیسې واکمن دی.

د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر ډومېنېک راب پرون د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان دایمي شورا ته د وړاندې شوي رپورټ موندنې د لوکاشېنکا د واکمنۍ ((ښکاره مجرمیت)) وبللې. هم پرون د لوکاشېنکا د واک پېنځم دور په رسمي توګه پای ته ورسېد. راب پر ټوېټر ولیکل چې د رپورټ ((سپارښتنې باید عملي شي او نوي انتخابات وشي.)) ده زیاته کړې چې لندن ((د اړتیا په دې وخت کې له بېلاروسي ولس سره درېدو ته دوام ورکوي.))

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو په یوه بیان کې پر چارواکو غږ کړی چې د خلکو ((ځپل دې ودروي او تر خپلواکه څار لاندې دې د ازادو او رڼو انتخاباتو لپاره د بېلاروس ولس غوښتنې عملي کړي.))

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG