د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه کې پوليسو د ټولنيزو رسنيو فعال او کالم ليکونکی بايزيد خروټی نيولی


بایزید خان خروټی د نومبر پر څلورمه ورک شوی وو.
بایزید خان خروټی د نومبر پر څلورمه ورک شوی وو.

د بلوچستان پوليسو د سرکار په کار کې د مداخلت په تور د ټولنيزو رسنيو فعال او اخباري کالم ليکونکی بايزيد خان نن (د نومبر پر پينځمه) په کوټه کې يو عدالت ته وړاندې کړ.

نوموړی پرون (د نومبر پر څلورمه) غرمه مهال له هغه وروسته نادرکه شوی وو چې د کوټې په ليويز مرکز کې يوې غونډې ته د ګډون لپاره تللی و، خو وروسته پر ټولنيزو رسنيو د هغه د نادرکۍ له خبرونو خپرېدو وروسته د بلوچستان حکومت وويل چې هغه د سرکار په کار کې د مداخلت او کنځلو په تور نيول شوی دی.

بايزيد خان خروټی چې د ((چوټي چړيا)) يا ((وړوکې مرغۍ)) په نوم فېسبوک پاڼه او وټس اپ ګروپ مخ ته وړي او په پاکستانيو ورځپاڼو کې کالمونه هم ليکي، زياتره وخت د بلوچستان صوبايي حکومت لخوا په بېلا بېلو پروژو کې د مبينه ((مالي بدنظميو او اداري فساد)) په اړه ويډيوګانې او خبرونه خپروي.

د هغه کشر ورور باسط خان خروټی وايي چې کله د نومبر پر څلورمه دوی خپل ورور ته په وار وار زنګونه ووهل او د هغه ټليفون بند راتله نو د اتو ساعتونو له تېرولو وروسته يې بيا پر ټويټر د هغه د نادرکۍ اعلان خپور کړ او مهم سياسي او صحافتي شخصيات يې پکې ټېګ کړل.

((زه او زموږ کورنۍ ډېر پرېشانه و نو ما په اخر کې ټويټر ته مخه کړه او ومې ليکل چې ورور مې [بايزيد] نامعلومه کسانو تښتولی دی او زه له تاسو خواست کوم چې د هغه د راخوشې کولو لپاره غږ راسره پورته کړي.))

نوموړی زياتوي: ((د دې کار لپاره مې منظور پښتين، اختر مېنګل، مريم نواز، علي وزير، افراسياب خټک، لطيف اپريدی او نور کسان ټېګ کړل.))

د بايزيد د نادرکۍ او د هغه د خوشې کولو لپاره د بلوچستان نېشنل پارټۍ مشر اختر مېنګل، د عوامي نېشنل ګوند سېکرټري جنرل ميا افتخار حسېن، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين او يو شمېر نورو سياستوالو، خبريالانو او د بشري حقونو فعالانو ټويټونه وکړل.

پر ټولنيزو رسنيو په ځانګړې توګه پر ټويټر د هغه د درک لګولو او راخوشې کولو په اړه له کمپاين چلولو وروسته د بلوچستان صوبايي حکومت ترجمان لياقت شاهواني ټويټ وکړ چې بايزيد ورک نه دی بلکې د پوليس په تحويل کې دی. د هغه په وينا نوموړی د کوټې ليويز مرکز کې په غېرقانوني توګه داخل شوی او د وتلو له امر ورکولو وروسته هغه نامناسبه ژبه کارولې وه.

د بايزيد خروټي پرضد د نومبر پر څلورمه د کوټې په سيول لاين پوليس تاڼه کې اېف ای ار درج شوی دی. د دې تاڼې مشر ښاغلي مهدي له مشال راډیو سره له خبرو کولو ډډه وکړه او زياته يې کړه چې په دې اړه ورته د خبرو کولو اجازه نشته، خو نوموړي دومره وويل چې د خروټي پرضد د سرکار په کار کې د مداخلت او کنځلو په تور يې رپورټ درج کړی دی.

بلخوا د بايزيد وکيل عنايت کاسي نن (د نومبر پر پينځمه) مشال راډيو ته وويل چې د کوټې مجسټرېټ نن غرمه د هغه موکل د پينځو ورځو په ريمانډ بېرته پوليسو ته وسپاره.

د نوموړي په وينا د هغه د ضمانت درخواست يې هم په عدالت کې جمع کړی چې سبا (د نومبر پر شپږمه) به يې اورېدنه کېږي.

بايزيد چې کله نن عدالت ته وړاندې کېده نو هتکړۍ يې په لاس وې او له ټولنيزو رسنيو سره يې پر ځان لګېدلي تورونه رد کړل او وې وويل چې هغه ليويز مرکز ته د پروټوکول ګاډو په اړه د راپور جوړولو لپاره تللی و. نوموړي د بلوچستان پر صوبايي حکومت او وزيراعلا جام کمال تور پورې کړ چې نوموړی د هغوی د اداري فساد پرضد د خبرو کولو په تور نيول شوی دی.

وروسته مو د بلوچستان حکومت له وياند لياقت شاهواني او د کورنيو چارو له صوبايي وزير ضيا لانګو سره څو ځلې پر ټليفون او وټس اپ د بايزيد د ادعاوو په اړه د هغوی د دريځ معلومولو هڅه وکړه خو هغوی نه ټليفون او نه هم ليکلي پيغام ته ځواب ووايه.

له دې وړاندې د بلوچستان صوبايي حکومت د اګست پر ۲۹مه يوه اعلاميه خپره کړې وه او د صوبې سرکاري ملازمينو ته يې امر کړی و چې د ټولنيزو رسنيو له هغو پاڼو او وټس اپ ګروپونو څخه دې ووځي چې د دوی په وينا ناسم معلومات خپروي او د صوبايي حکومت پر ضد منفي تبليغات کوي.

په هغه اعلاميه کې که څه هم د يو ځانګړي وټس اپ ګروپ يا د ټولنيزو رسنيو د يوې ځانګړې پاڼې ذکر نه وو شوی خو د ((چوټي چړيا)) په نوم فېسبوک پاڼې او وټس اپ ګروپ ته اشاره شوې وه چې د حکومت په وينا، ناسم معلومات خپروي او د حکومتي چارواکو کردارکشی کوي.

له هغه وروسته بايزيد خروټي مشال راډیو ته ويلي و چې نوموړی په ټولنيزو رسنيو کې د يو عام کس ستونزې راپورته کوي او يوازې د بلوچستان په اړه ليکل کوي ځکه د هغه په وينا د پاکستان قامي رسنۍ د بلوچستان ستونزو ته زياته پاملرنه نه کوي.

د پاکستان د خبريالانو وفاقي اتحاديې او د بلوچستان د خبريالانو صوبايي اتحاديې لا تر اوسه په دې اړه بيان نه دی خپور کړی خو په پاکستان کې د خبريالانو د حقوقو لپاره کارکوونکې ادارې فريډم نيټورک د نومبر پر پينځمه پر خپل ټويټر په خپور کړي بيان کې د بايزيد خروټي نيول ناقانونه بللي او د بلوچستان له حکومت څخه يې د سمدستي توګه د دغه ((غېرقانوني نيونې)) نوټس اخيستلو غوښتنه کړې ده.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG