د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د خبریالانو لاریونونه


اسلام اباد کې یوه خبره د لاریون رپوټولو پر مهال: ۲۰۲۰، ۱۱ سېپټېمبر
اسلام اباد کې یوه خبره د لاریون رپوټولو پر مهال: ۲۰۲۰، ۱۱ سېپټېمبر

د اسلام اباد په ګډون د هېواد په بېلا بېلو ښارونو کې د خبریالانو اتحادیې (پاکستان فيډرل يونين اف جرنلسټس) په غږ مظاهرې کېږي.

په اسلام اباد کې د ډان ورځپاڼې خبريال نويد صديقي د اکتوبر پر ۲۲مه مشال راډيو ته وويل چې د خبريالانو او ميډيا کارکوونکو په زوره له کاره اېستلو، د تنخاګانو نه ورکولو، د تنخاګانو پر کمولو او پر ميډيا غير اعلانيه بندیزونو او د پنجاب حکومت له خوا د ميډيا پاليسۍ پرضد مظاهره کېږي.

خبریالان دا هم وایي چې په وروستیو کې د پاکستان له سرکاري راډیو او ټېلیوېژنه زیات شمېر کارمندان له دندو ګوښه شوي.

د خبریالانو ټولنې پاکستان فیډرل یونین اف جرنلسټس د عمران خان حکومت له راتلو سره په ملک کې پر میډیا بندیزونه زیات شوي دي.

د دوی په وینا، حکومت غواړي چې د هېواد ټولې رسنۍ پر سرکاري تګلاره روانې شي.

د خبریالانو ټولنې په هېواد کې پر رسنیو او د بیان پر ازادۍ سخته اندېښنه ښوولې.

د تېرې سېپټېمبر میاشتې په ورستیو کې هم په کوټه کې د ټول پاکستان خبریالانو ټولنې د بندیزونو خلاف یوه درې ورځنۍ غونډه کړې وه چې پکې دوی خپلې ستونزې او کړاوونه بیان کړي ول.

د دوی په وینا، په ملک کې پر رسنیو یو نااعلان شوی بندیز دی.

پاکستان فیډرل یونین اف جرنلسټس وویل خبریالانو ته دړکې ورکول کېږی او د میډیا خاوندان یې هم له ګڼو مالی ستونزو سره مخامخ کړي دي.

په کوټه کې په دې درې ورځنۍ غونډه کې د علاقايي ورځپاڼو او رسنيو لپاره د وفاقي حکومت له لوري په ۲۵ فیصد برخه ختمیدو باندې هم خواشیني څرګنده شوې وه.

د دوی په وینا چې د دې زیات اغېز د بلوچستان او خیبر پښتونخوا پر ورځپاڼو شوی دی او زیاتوي چې له دې عمل څخه ډېری کارکونکي او خبریالان بې روزګاره شوي دي.

د خبریالانو غونډې له وفاقي حکومته پر میډیا د لګېدلو بندیزونو په زغرده لیرې کولو غوښتنه وکړه او ویلي یې ول، که داسې ونه شول نو د میډیا صنعت د تړل کېدو له خطر سره مخامخېدلای شي.

دوی پتېیلې وه که داسې ونشول نو د میډیا له مالکانو سره په ګډه به د خپلو حقوقو او میډیا د ازادي لپاره تحریک وچلوي. ننی لاریون یې د هغو پرېکړو برخه ده چې په کوټه کې یې کړې وې.

د پاکستان وفاقی حکومت د خبريالانو د ننني احتجاج او غوښتنو په اړه لا څه نه دي ويلي.

خو تر دې مخکې يې په وار وار پر ميډيا د بنديزونو خبره رد کړې ده او وزیراعظم عمران خان ویلي، په پاکستان کې رسنۍ له بشپړې ازادۍ برخمنې دي.

XS
SM
MD
LG