د کندز په خاناباد کې د ماین چاودنې یو ملکي وګړی وواژه او ۲۱ نور یې ټپیان کړل.
د والي ویاند عصمتالله مرادي وایي، دغه ملکیان د طالبانو په امر د ملي اردو د یوې تخلیه شوې اډې په ویجاړولو بوخت وو چې ماین پرې وچاودېد.
مرادي وایي، له دغې اډې نه د ملي اردو سرتیرو تکتیکي شاتګ کړی و:" نن سهار ۹ بجې طالبانو خلک مجبور کړل چې دغه بېس تخریب کړي، په بېس کې چاودنه شوې، ۱۲ تنه په کې ټپیان شوي او یو تن وژل شوی، ټپيان د خاناباد روغتون ته لیږدول شوي او تر درملنې لاندې دي."
طالبانو لا د افغان چارواکو د دغې ادعا په اړه څه نهدي ویلي.