د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا – پاکستان ترینګلیو اړیکو ته کتنه


اسلام اباد: د امریکا بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن د پاکستان پوځ له لوی درستیز قمر جاوېد باجوه سره روغبړ کوي. ۲۴م اکتوبر ۲۰۱۷
اسلام اباد: د امریکا بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن د پاکستان پوځ له لوی درستیز قمر جاوېد باجوه سره روغبړ کوي. ۲۴م اکتوبر ۲۰۱۷

د سږ کال په اګست کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغانستان او سیمې په اړه خپله نوې تګلاره اعلان کړه او پر پاکستان یې غږ وکړ چې د وسله والو له ملاتړه دې لاس واخلي. خو پاکستان یې په ځواب کې ویلي چې د ترهګرۍ خلاف جګړه کې دوی په خپله هم ډېر ځاني او مالي تاوانونه ګاللي دي.

دې حالاتو ته په کتو پوښتنه راپورته کېږي چې د جنوبي اسیا په اړه د امریکا لخوا خپله پالیسي دواضحه کولو وروسته د پاکستان او امریکا تر منځ تعلقات په کوم پړاو کې دي.

پخوانی سفارتکار رستم شاه مومند وايي د پاکستان پالیسي تل دا پاتې شوې ده چې له امریکا سره یې څرګند مخالفت و نه شي، نو ځکه فکر نه کوي چې د پاکستان او امریکا تر منځ اړیکې به په راتلونکې کې په مکمل ډول پرې شي او یا ډېرې ښې شي.

(تر څو چې په افغانستان کې جنګ روان وي، تر هغې به د دوی تر منځ اړیکې کله ستونزمنې وي ، کله به پکې لږ شان خپګان راځي. وجه دا ده چې امریکا او هند اوس یو بل ته ډېر نږدې کېږي. نو د هغې ردعمل به دلته دا وي چې پاکستان به چین ته ورلنډېږي. او چې څومره پاکستان چین ته نږدې کېږي، هم هغومره به ورباندې امریکا خپه کېږي.)

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو ورځو کې د پاکستان او امریکا لوړ پوړو چارواکو د یو بل هیوادونو ته سفرونه کړي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن روانه اوونۍ پاکستان، افغانستان او هند ته ولاړ چې مخکې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف هم امریکا ته تللی و. په دغو دورو کې د دواړو هېوادونو لوړپوړیو چارواکیو خپل دریځ یو بل ته بیان کړي ول.

د سیمه ایزو چارو کارپوه سرفزاز خان وايي چې پاکستان وار له مخه اقتصادي او سیاسي مشکلات لري او له ګاونډیو هېوادونو سره یې هم تعلقات ښه نه دي نو پکار ده چې د خپل مفاد لپارهپه سفارتي پالیسي کې بدلون راولياو له ټولو هېوادونو سره ښه تعلقات پرمخ بوځي.

(د پاکستان په مفاد کې ده چې له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره برادرانه تعلقات ولري او د دوستۍ په بنیاد ورسره همکاري وکړي.دغه شان نور غټ قامونه لکه امریکا، بریتانیا، چین، روس او اروپايي ټولنه، له ټولو سره لږ تر لږه عادي تعلقات پکار دي. ډپلومیسي وايي هم دې ته چې د خپل ملک مفاد لپاره بغیر له جګړې او تناوه په سفارتي لارو او پرامنو طریقو له یو بل سره همکاري وکړل شي.)

د پاکستان پخوانی خارجه سیکټري شمشاد احمد په دې اند دی چې امریکا هم باید خپلې تګلارې ته بیا کتنه وکړي ځکه چې د افغانستان جګړې حل لپاره د پاکستان مرسته ورسرهډېره ضرروي ده.

(دواړو هېوادونو ته پکار ده چې له یو بل سره خبرې اترې وکړي. امریکا د سیمې په اړه په خپله پالیسي کې ډېر لوی بدلون راوستی دی او له هند سره نږدې شوی. امریکا په غیر معمولي ډول هند ته په افغانستان کې زیات مهم رول ورکړی دی. امریکا د سیمې سټراټيژيک توازن چېړلی دی چې له امله یې هند له پاکستان سره د خپلو مسلو د هوارولو لپاره مزاکرات درولي دي. نو ځکه په سیمه کې ډېره خطرناکه لوبه روانه ده. له دې یوه داسې شخړه جوړېدی شي چې نه یوازې د سیمې بلکې د نړۍ لپاره بدې نتیجې لرلی شي.)

کارپوهان وايي دا نه یوازې د دواړو ملکونو بلکه د سیمې او نړۍ په مفاد کې ده چې له یو بل سره ښه سفارتي تعلقات پرمخ بوځي. دوی په راتلونکي کې د امریکا د دفاع وزیر جیم مېټس پاکستان ته متوقع سفر یو ښه ګام بولي او وايي چې دغه شان دورې په داسې وخت کې ډېر اهمیت لري چې خپلمنځي تعلقات یې ساړه دي.

XS
SM
MD
LG