د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وايي د افغانستان له لوري وسله وال برید کې یې یو سرتېری وژل شوی


د بلوچستان په پنجپايي کې د پاکستان سرتېری پر ډېورڼد کرښه له اغزن تار سره پهره کوي
د بلوچستان په پنجپايي کې د پاکستان سرتېری پر ډېورڼد کرښه له اغزن تار سره پهره کوي

پاکستان وايي، وسله والو د افغانستان له لوري په ډزو کې د پاکستاني سرحدي ځواک يو سرتېری وژلی او دوه یې ټپیان کړي دي.

د پاکستان پوځ د نومبر پر درېیمه په بیان کې ویلي چې وسله والو د بلوچستان صوبې په منزکي سيمه کې پر يوې سرحدي پوستې ډزې وکړې.

په بيان کې راغلي، پاکستان په وار وار له افغان چارواکو سره پر دې موضوع خبرې کړې دي د دې ډول ترهګرو بريدونو د مخنيوي لپاره دې خپلې خوا ته پر پوله موثره اقدامات وکړي.

دواړه ګاونډي هېوادونه وخت په وخت پر يو بل دا تورونه پورې کوي چې پر ګډه پوله يې د وسله والو پر کارروايانو خپلې سترګې پټې کړې دي.

دواړه هېوادونه شاوخوا ۲،۵۰۰ کېلوميټره شريکه پوله لري چې د ډېورنډ کرښې په نوم يادېږي.

پاکستان دا يو نړيوال سرحد ګڼي خو افغانستان بيا دغه د استعمار د دور سرحد ګڼي چې په ۱۸۹۳ز کال کې جوړ شوی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG