د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امريکا ولسمشريز انتخابات: ټرمپ او بايډن د بريا هيلې ښودلې


د انتخاباتو نتيجې دا ځل ښايي له ځنډ سره مخامخ شي ځکه د ډاک له لارې د لېږل شويو رايو شمېرل وخت نيسي.
د انتخاباتو نتيجې دا ځل ښايي له ځنډ سره مخامخ شي ځکه د ډاک له لارې د لېږل شويو رايو شمېرل وخت نيسي.

د امريکا د ۲۰۲۰ز کال ولسمشريزو انتخاباتو کې د ريپبليکن ګوند نوماند ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د هغه ډېموکراټ سيال جو بایډن ترمنځ په داسې حال کې سخته سيالي روانه ده چې د ځېنو ايالتونو نتيجې مخې ته راغلي دي خو د نورو هغه ښايي ورځې واخلي. بايډن نن (د نومبر پر څلورمه ويلي) چې هغه د بريا پر لور روان دی. نوموړي د خپلو ووټرانو د زغم غوښتنه کړې ځکه نتيجې لا را روانې دي.

بلخوا ولسمشر ټرمپ ډيموکراټان د ووټونو د انتخاباتو د غلا په هڅې تورن کړي او ويلي يې دي چې هغه بيا هم تمه لري چې په لوی اکثريت انتخابات وګټي. نوموړي دا خبره له هغه وروسته پر ټويټر وکړه چې بايډن خپلو ملاتړو ته وينا وکړه.

په دې انتخاباتو کې د لومړيو نتيجو له مخې په ځېنو رياستونو کې ټرمپ او په ځېنو کې بيا بايډن مخ ته دی. په امريکا کې د نومبر درېيمې ولسمشريزو انتخاباتو پر مهال ګڼو خلکو رايې وکارولې. دا ځل دغه تاريخي انتخابات په داسې حال کې وشول چې يو خوا کورونا وبا دا هېواد ځپلی او بلخوا د امريکا ملت وېشل شوی دی.

د کورونا وبا له کبله شاوخوا ۱۰۰ مليونه خلکو د نومبر له درېيمې وړاندې لا د ډاک يا د رايو ځانګړو مرکزونو ته په ورتګ سره خپل ووټونه اچولي ول خو د نومبر پر درېيمه بيا هم ګڼو خلکو خپلې رايې وکارولې.

له وخت مخکې د رايې کارولو کچ ته په کتو دا ځل د ۲۰۱۶م کال د ولسمشريزو انتخاباتو پرتله د رايې ورکوونکو شمېر زيات و. په ۲۰۱۶م کال کې هغو ۵۵ فيصده کسانو رايې کارولې وه چې د ووټ اچولو اهل ول.

د فلوريډا پوهنتون پروفېسر مايک مېکډونلډ چې د امريکا د انتخاباتو پروژه مخ ته وړي، د مشال راډيو مرکزي څانګې ته وړاندوينه کړې وه چې دا ځل به ۱۶۰ مليونه کسان په انتخاباتو کې برخه واخلي چې د ټولو رايه درلودونکو ۶۷ فيصده کېږي. دا کچ د ۱۹۵۰مې له لسيزې وروسته تر ټولو لوړ دی.

د مېکډونلډ په وينا دا ځل به د انتخاباتو نتيجې هم له ځنډ سره مخامخ شي ځکه د ډاک له لارې د لېږل شويو رايو شمېرل وخت نيسي.

په دې هېواد کې خلک په مستقیم ډول ولسمشر نه ټاکي بلکې د الېکټورل کالج یا ټاکنیز پلاوي له لارې یې ټاکي. د هېواد د هر ایالت د نفوس او رقبې پر اساس ورته په ټاکنیز پلاوي کې رایې ورکول کېږي. د بریا لپاره نوماند باید له ۵۳۸ رایو څخه ۲۷۰ ټاکنیزې یا الېکټورل رایې واخلي.

د امريکا کانګرېس او ولسمشريز انتخابات

په داسې حال کې چې د نومبر پر درېيمه نېټه امريکايي ولس د دې هېواد د راتلونکې ولسمشر د انتخاب لپاره رايې وکارولې، په عين حال کې دوی د امريکا د استازو جرګې او مشرانو جرګې يا سېنېټ د غړو د انتخاب لپاره هم رايې اچولي دي.

د کانګرېس د دواړو جرګو کنټرول د امريکا د راتلونکې ولسمشر لپاره ډېر مهم دی ځکه دا ولسمشر ته د دې صلاحيت ورکوي چې خپله اېجنډا په اسانۍ سره منظوره کړي.

د تيرو دوو کلونو پرمهال ولسمشر ډونلډ ټرمپ له يو وېشل شوي کانګرېس سره کار وکړ. د ۲۰۱۸ز کال له منځمهاله انتخاباتو راهيسې ډېموکراټانو د ۴۳۵ غړو په استازو جرګه کې څرګند اکثريت خپل کړی دی، خو بلخوا بيا د امريکايي سېنېټ په ۱۰۰ غړو کې رېپبليکنز د ۴۷ په مقابل کې د ۵۳ غړو په درلودلو سره برلاسي دي.

په امريکا کې د سېنېټ غړي د شپږو کلونو لپاره انتخابيږي او د دې جرګې د ۱۰۰ چوکيو لپاره هر دوه کاله وروسته په نوبت سره ټاکنې کېږي.

دا ځل د سېنېټ لپاره پر ۳۵ چوکيو انتخابات کېږي. رېپبليکنز په سېنېټ کې د خپلو ۲۳ چوکيو دفاع کوي او بلخوا بيا ډېموکراټان هڅه کوي چې خپلې ۱۲ چوکۍ بېرته وګټي.

که چيرې سېنېټران پر يو موضوع باندې ۵۰، ۵۰ رايې وکاروي او حالت ناڅرګند پاتې شي نو بيا د امريکا مرستيال ولسمشر هم واک لري چې خپله رايه وکاروي.

د امريکا د استازو جرګه بيا ۴۳۵ غړي لري چې هر يو د دوو کلونو لپاره انتخابيږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG