د لاسرسي ځای

تازه خبر

په فرانس کې یو پادري په ډزو ټپي شوی دی


تر دې دوه ورځې وړاندې د نیس ښار په کلیسا کې درې تنه ووژل شول.
تر دې دوه ورځې وړاندې د نیس ښار په کلیسا کې درې تنه ووژل شول.

د فرانس په لیون ښار کې د اکتوبر پر ۳۱مه له کلیسا بهر یو پادري په ډزو زخمي شوی دی.

دا له هغې دوه ورځې وروسته ده چې د نیس ښار په کلیسا کې درې تنه ووژل شول.

خبري اژانسونو د پولیس سرچینو په حواله ویلي، چې پر پادري د فرانس په وخت مازیګر څلور بجې د کلیسا د تړل کېدو پر مهال ډزې وشوې او برید کونکې د پېښې له ځایې څخه وتښتېده.

خو وروسته بیا د لیون څارنوال اعلان وکړ چې مشوکه تن نیول شوی دی. تراوسه د برید هدف نه دې معلوم شوی.

دا پېښه په داسې حال کې شوې چې د اکتوبر پر ۲۹مه د نیس ښار په یوه کلیسا کې یو تن پر دوو ښځو ا یو سړي له چاقو سره حمله وکړه.

تر دې دوه اوونۍ مخکې د چیچنیا یو ۱۸ کلن هلک د پېریس په شاوخوا کې یو استاد وواژه.

ویل کېږي چې دې استاد د درس پر وخت د اسلام پیغمبر ته منسوب کارټون په کلاس کې ښودلی وو.

د فرانس ولسمشر دغه پېښه اسلامي ترهګري بللې وه. د هغه د دې بیان پرضد په پاکستان، افغانستان، بنګله دیش او نورو اسلامي هېوادونو کې احتجاجونه هم شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG