د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کاناډا کې د چړو برید په تور یو کس نیول شوی


پولیسو ویلي چې تحقیقات یې لا هم روان دي او پر خلکو یې ټینګار کړی چې په کورونو کې دننه پاتې شي او خپلې دروازې دې بندې وساتي.
پولیسو ویلي چې تحقیقات یې لا هم روان دي او پر خلکو یې ټینګار کړی چې په کورونو کې دننه پاتې شي او خپلې دروازې دې بندې وساتي.

د کاناډا په کېبیک ښار کې پولیسو د نومبر پر لومړۍ نېټه سهار وختي د چړو برید کولو په شک یو تن نیولی دی

دا له هغه وروسته ده چې په دې ښار کې د اکتوبر پر ۳۱ مه ماښام مهال دغه پېښه کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او پنځه نور ژوبل شوي وو.

د دې پېښې تر شاه وجوهات لا هم نه دي په ډاګه شوي. د رپوټونو ترمخه د نیول شوي مشکوک کس عمر د ۲۰ او ۳۰ کلونو ترمنځ ښودل شوی دی او د معاینې لپاره هسپتال ته منتقل کړل شوی دی.

په دغه پېښه کې د ککړ تن لټون له هغې وروسته پیل شو چې عیني شاهدینو وویل چې بریدګر د پخوانۍ زمانې جامې اغوستې وې او د چړې په څیر څه شی ورسره وو.

پولیسو ویلي چې تحقیقات یې لا هم روان دي او پر خلکو یې ټینګار کړی چې په کورونو کې دننه پاتې شي او خپلې دروازې دې بندې وساتي.

کېوبیک ښار د کاناډا د کېبیک صوبې مرکز هم دی چې پکې له پنځو لکهو زیات خلک ژوند کوي او زیاتره یې د فرانسوي ژبه وویونکي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG