د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بریتانیا کې به هم د کورونا مخنیوي لپاره ټولبند عملي شي: بوریس جانسن


د بریتانیا د روغتیا څانګې چارواکي وايي چې د کورونا نوې شمیرې د دوی روغتیايي چارو ته ګواښ جوړولای شي.
د بریتانیا د روغتیا څانګې چارواکي وايي چې د کورونا نوې شمیرې د دوی روغتیايي چارو ته ګواښ جوړولای شي.

د بریتانیا وزیراعظم بوریس جانسن د اکتوبر پر ۳۱مه اعلان کړی چې د کورونا د مخنیوي لپاره به په خپل هیواد کې هم د نورو اروپايي هېوادونو په څیر په ملي کچه ټولبند عملي کوي.

د دوي په وینا ، دا یو میاشتینی ټولبند به د نومبر پر پنځمه پیلیږي.

نوموړی دا ګام له هغه وروسته اخلي چې په بریتانیا کې د کورونا وهلیو شمېر تر یو میلیون واوښت.

بوریس جانسن ویلي، اوس د اقدام کولو وخت راغلی ځکه چې بله هېڅ متبادله لاره نشته.

دا په داسې حال کې ده چې په بریتانیا کې هره ورځ تر ۲۰ زره زیات کسان په کورونا وایرس اخته کېږي.

د هیواد د روغتیا څانګې چارواکي وايي چې دا شمیرې د دوی روغتیايي چارو ته ګواښ جوړولای شي.

د بریتانیا ترڅنګ په فرانس ، جرمني او نورو اروپايي هېوادونو کې هم کورونا بیا زیاته شوې ده چې د مخنیوي لپاره یې دې هیوادونو یو شمېر محدودیتونه لګولي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG