افغان حکومت وايي، په دوحه کې له طالبانو سره بین الافغاني خبرې نه دي درېدلي او لا هم دواړه لوري هڅه کوي چې د افغانستان د شخړې هوارۍ ته لاره پیدا کړي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیې انوري له ازادي راډیو سره په خبرو کې تایید کړه چې د دواړو خواوو د رهبرۍ غړو او تماس ډلو ترمنځ جلسې شوې دي.
ناجیه انوري وايي، د افغان دولت د سولې د مرکچي پلاوي څو تنه غړي د اداري او ضروري چارو لپاره کابل ته ستانه شوي، خو خبرې نهدي درېدلي.
مېرمن انوري د اکتوبر پر ۳۱مه، ازادي راډیو ته وویل:
"د دوی د نه شتون په جریان کې څو ځلې د دواړو ټيمونو د رهبرۍ او تماس ډلو ترمنځ مجلسونه شوي دي، تر اوسه پورې مشخص پرمختګ نشته، په دې مجلسونو کې د بیانولو یوه نوې شېوه باندې بحث وشو ترڅو یوې نتیجې ته ورسېږي."
د افغان دولت د مرکچي پلاوي غړې حبیبې سرابي هم د اکتوبر پر ۳۱مه، ازادي راډيو ته په یو پیغام کې لیکي چې د دواړو لورو ترمنځ خبرې نه دي درېدلي.
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د طالبانو نظر هم ولرو، خو د راپور د خپرېدو تر مهاله د دغې ډلې ویاندویانو زموږ پوښتنو ته ځواب ونه وایه.
د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاوي ترمنځ وروسته له هغې خبرې ځنډنۍ شوې چې د بینالافغاني مذاکراتو لپاره د طرزالعمل د جوړېدو په برخه کې په دوو مواردو اختلاف رامنځته شو.
د طالبانو ټینګار دا دی چې د خبرو پر مهال به ستونزې یوازې د حنفي قفهې پر مټ هوارېږي او بل دا چې د بینالافغاني خبرو بنسټ به هم دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ شوې هوکړه وي، خو افغان مرکچي پلاوی ورسره دا نه مني او بدیلې طرحې یې وړاندې کړې دي.
تر دې وړاندې داسې ګنګوسې وې چې ګواکې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې درېدلې دي.
د افغانستان په ملي مصالحې عالي شورا کې یوه باخبره سرچینه وایي، د قطر په ګډون پنځه هېوادونه د افغان دولت د مذاکراتي ټيم او طالبانو ترمنځ په خبرو کې د راغلي ځنډ د لرې کولو لپاره منځګړیتوب کوي.
سرچینه دا مهال په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو او د تماس ډلو ترمنځ خبرې په ټپه درېدلې بولي، خو بیا پیل ته یې هیله ښيي.
دغه سرچینه چې د موضوع د حساسیت له امله یې و نه غوښتل نوم یې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل چې د دغو خبرو د بیاځلي پيل لپاره به قطر، جرمني، ناروې، انډونیشیا او ازبکستان منځګړیتوب وکړي.