ارمينيا او اذرباييجان پر دې سلا شوي چې ولسي ابادۍ به نه په نښه کوي او په لانجمنې سیمې ناګورنو قره باغ کې د جګړې د ودرولو لپاره به په جنېوا کې له نړيوالو منځګړو سره خبرې کوي.
دواړه خواوې دا ژمنه په داسې حال کې کوي چې تر دې وړاندې د اوربند لپاره درې وارې هڅه شوې چې کومه نتیجه یې نه ده ورکړې.
د ارمينيا او اذرباييجان د بهرنيو چارو وزيران د اکتوبر پر ۳۰مه، پر دې هم سلا شول چې د جنګ په میدان کې پراته مړي به یو بل ته سپاري او په یوه اوونۍ کې دننه به د یو بل د قیدیانو فهرست هم تبادله کوي.
په لانجمنه سیمه ناګورنو قره باغ کې د روغې جوړې هڅې د "مېنسک ډلې" لخوا روانې دي چې پکې روسیه، فرانسه او امریکا په شریکه د جنګ د ودرولو لپاره پلانونه سنجوي.
ناګورنو قره باغ د اذرباييجان برخه منل شوې خو ارمينايي توکمه يې کنټرولوي او ګېر چاپېره سيمې يې هم ارمينايي ځواکونو نيولي دي. د دواړو خواوو ترمينځ اوسنۍ جګړه د ۲۰۲۰ کال د سېپټمبر پر ۲۷مه نېټه پیل شوې.