د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستاني پوځ ویاند وايي هندی پایلټ یې تر جېنیوا کنونشن لاندې پرېښی


د هندۍ جنګي الوتکې پایلټ ابي نندن په یوه ناڅرګند ځای کې د پاکستانیو ځواکونو په ولکه کې. ۲۰۱۹، ۲۷ فبروري
د هندۍ جنګي الوتکې پایلټ ابي نندن په یوه ناڅرګند ځای کې د پاکستانیو ځواکونو په ولکه کې. ۲۰۱۹، ۲۷ فبروري

د پاکستان پوځ د مطبوعاتو څانګه وايي، د هندي پايلټ ابي نندن په اړه بیان بازي د دښمنانو بیانيې ته تقويت ورکوي.

د اکتوبر پر ۲۹مه په يوه خبري غوڼډه کې د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو د څانګې مشر مېجر جنرل بابر افتخار وويل چې حکومت د امن په موخه هندی پايلټ ابي نندن هند ته حواله کړی وو.

دا په داسې حال کې ده چې د اکتوبر په ۲۸مه د پاکستان مسلم ليګ يو مشر او د قامي اسمبلۍ پخواني سپیکر ایاز صادق په قامي اسمبلۍ کې په خپلو څرګندونو کې ويلي ول چې پاکستان ځکه ابي نندن خوشې کړی وو چې د هند له خوا پر پاکستان د حملو وېره وه خو بابر افتخار وويل چې حکومت دا پرېکړه د امن په موخه کړې وه.

د ایاز صادق دغه بیان په پاکستان او هند کې پر میډیا او ټولنیزو رسنیو تود بحث پارولی دی.

د پاکستان پوځ ترجمان په خبري کانفرنس کې د چا نوم وانخیست خو د ایاز صادق بیان ته په اشاره هغه پروسږکال (۲۰۱۹ز) د هند تر انتظام لاندې کشمیر کې د هند په پوځیانو په پلواما کې تر وسله وال برید وروسته د فېبرورۍ په ۲۶مه نېټه د پاکستان د هوايي ځواک له خوا د هند د جنګي الوتکې د غورځولو او په هغه پېښه کې د ابي نندن د نیولو تفصیلي ذکر وکړ.

نوموړي ویلي چې دوی برلاسي ول او هندی پایلټ یې د جنګي بندیانو په اړه تر جېنیوا کنونشن لاندې خوشې کړی وو: "د یوه ذمه وار ریاست په توګه، د امن قايمولو لپاره د پاکستان حکومت د هندي پاېلټ د خوشې کولو فیصله کړې وه. د جېنیوا کنونشن لاندې د هغې فیصلې ټولې نړۍ ستاینه وکړه، پاکستان اول د خپل صلاحیت مظاهره وکړه، او دا پرېکړه یې د ټولو جنګي صلاحیتونو په تناظر کې له پیاوړي پوزیشنه کړې وه، د پاکستان قیادت او ځواکونه هغه وخت د هر رقم صورتحال د مقابلې لپاره پوره تیار وو."

بابر افتخار زیاته کړه چې دا ډول بیانونه یې د دښمنانو بیانیې ته تقویت ورکوي.

د هندي پایلټ ابي نندن به اړه په قومي اسمبلۍ کې د پخواني سپیکر ایاز صادق تر بیان وروستو هغه یو ویډيو بیان هم جاري کړی دی او ویلي یې دي چې د ابي نندن په اړه یې بیان هندي رسنیو نیمګړی او ناسم تشریح کړی دی.

ایاز صادق په هغه ویډيو بیان کې په وزیر اعظم عمران خان نیوکې کړي دي چې ولي یې ابي نندن په بیړه هند ته وسپاره.

XS
SM
MD
LG