د لاسرسي ځای

تازه خبر

فرانسه له خپلو ارزښتونو نه په شا کېږي: مکرون


یو امنیتي سرتېری په نیس کې تر برید وروسته پهره ورکوي
یو امنیتي سرتېری په نیس کې تر برید وروسته پهره ورکوي

د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون ویلي هېواد یې هېڅکله هم خپل "ارزښتونه" نه پرېږدي.

نوموړي دا خبره تر هغې وروسته کړې چې د اکتوبر پر ۲۹مه د نیس ښار په یوه کلیسا کې بریدګر درې کسان په چاړه وژلي.

مکرون دا "اسلامپاله ترهګر برید" بللی.

چارواکي وايي، بریدګر یوې کلیسا ته ننوت او د یو سړي مرۍ یې غوڅه کړې او له یوې زړې ښځې سر یې پرې کړی او بله ښځه یې زښته ژوبله کړه چې بیا یې له کلیسا سره نېږدې په چایخانه کې سا ورکړه.

د نیس ښاروال کرېستیان اېستروسي ویلي مشکوک بریدګر تیونسی وګړی وو او چې پولیسو وویشت او ژوبل یې کړ نو د "الله اکبر" نعرې یې وهلې.

په سمدستي ډول د حملې تر شا عوامل نه دي معلوم خو اېستروسي دا حمله د اکتوبر پر ۱۶مه له پلازمېنې پاریسه بهر د یوه استاد سیموېل پیتي له وژلو سره تړلې.

پر هغه ورځ یوه چېچن توکمه وګړي د ښوونځي استاد سر پرې کړی وو.

بریدګر ویلي ول چې هغه پیتي ته په ټولګي کې زده کوونکو ته د اسلام د پیغمبر خاکو ښوولو په غبرګون سزا ورکول غوښتل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG