د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالت عمران خان پر پارلمان د حملې مقدمه کې بري کړ


وزیر اعظم عمران خان
وزیر اعظم عمران خان

نن د اکتوبر پر ۲۹مه په اسلام اباد کې د ترهګرۍ ضد یوه عدالت پر پارلمان د حملې په مقدمه کې وزیراعظم عمران خان بري کړ.

په دغه مقدمه کې پر نوموړي تور وو چې شپږ کاله وړاندې یې د پاکستان پر پارلمان د ګوند د ځینو نورو مشرانو او د خپلو پلویانو ترڅنګ حمله کړې وه. دا مقدمه د ترهګرۍ ضد د یو قانون لاندې د ۲۰۱۴م کال د اګست پر ۳۱مه نېټه د هغه وخت د مسلم لیګ ن ګوند په حکومت کې درج شوې وه.

په دغه مقدمه کې د تحریک انصاف ګوند پر مشرانو دا تور هم دی چې د پاکستان د سرکاري ټیلیوېژن ودانۍ ته ورغلي وو او د ټیلیوېژن کنټرول روم یې په خپل کنټرول کې اخېستی وو او له دغې وجې ټیلیوېژني پروګرامونه هم د لږ وخت لپاره بند شوي وو.

د ګوند پر ځینو نورو مشرانو يې تور پورې شوی وو چې په ۲۰۱۴م کال کې یې د خپلې احتجاجي ناستې په ورځو د پاکستان پر قامي اسمبلۍ حمله کړې وه.

بلخوا نن د دغه مقدمې د اورېدنې پر وخت عدالت د موجوده وفاقي کابینې ځینې وزیران تورن کړي. په دغو کې د دفاع وزیر پروېز خټک ، د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، د تعلیم وزیر شفقت محمود او د منصوبه بندي وزیر اسد عمر شامل دي. عدالت د پاکستان عوامي تحریک مشر طاهر القادري په دغه مقدمه کې مفرور ګرځولی. بلخوا ولسمشر عارف علوي چې په دغه مقدمه کې یې نوم شامل دی خو نوموړي ته د پاکستان د ایین ترمخه استثنا حاصله ده.

مسلم ليګ نواز ډلې يو مخکښ او د قامي اسمبلۍ غړي محسن شا نواز رانجها په زيارت ورځ مشال رېډيو ته وويل چې د ۲۰۱۴ م کال په اګست مياشت کې چې د عمران خان په مشرۍ پرلتوالو په پارلېمان ودانۍ کومه حمله کړې وه نو د هغو ويډيو ګانې هم شته دی. نوموړی وايي پرازيکيوټر يا حکومتي وکيل چې د حکومت ماتحت وي او د قانون او انصاف وفاقي وزارت يې په څوکيو ګماري ،هغه پشا شو نو ځکه عمران خان په پارلېمان ودانۍ حملې کيس کې بري شو: ((پرازيکيوټرز او شهادتونه به د حکومت لخوا وړاندې کېدل. په دې مقدمه کې حکومت مدعي دی او حکومت ته شهادتونه او ګوهان وړاندې کول و خو حکومت دا وخت د عمران خان دی نو هغه څنګه کولای شي چې د ځان خلاف تبوتونه او ګواهان عدالت ته وړاندې کړي.))

بلخوا د حکومتي ګوند پاکستان تحريک انصاف د قامي اسمبلۍ غړی سليم الرحمان وايي د زيارت پر ورځ د اسلام اباد په ترهګرۍ ضد عدالت کې د عمران خلاف د ثبوتونو او ګواهانو د نشتوالي له کبله نوموړی خوشی شو.د ده په خبره پرازيکيوټر هم وويل چې دغه کيس د درواغو پر اساس جوړ شوی. سليم الرحمان په زيارت ورځ له مشال رېډيو سره په خبرو کې وويل: (( د مسلم ليګ (ن)پخواني حکومت له عمران خان د سياسي انتقام اخستو لپاره د هغه خلاف د پارلېمنټ هاوس حملې کيس جوړ کړی و. که څه هم عدالت په پارلمنټ هاوس حملې کيس کې د پاکستان تحريک انصاف پر نورو غړو د فرد جرم لګولو پريکړه کړې خو زه تمه لرم چې کله دغه کسان په راتلونکې اورېدنه کې عدالت ته حاضر شي نو دغه به هم بري شي ځکه چې په پارلېمنټ هاوس د تحريک انصاف غړو يا پلويانو حمله نه وه کړې))

په پېښور کې د پاکستان سپريم کورټ بار غړی او قانون پوهه نور عالم خان وايي په پارلېمان د حملې په کيس کې د حکومتي وکيلانو پشا کېدو دا خبره ثابته کړه چې په دې هېواد کې د انصاف نظام د ټولو لپاره يو شان نه دی او له دې کار سره په نړۍ کې د پاکستان شهرت ته ډېر تاوان رسېدلی.

نوموړي په زيارت ورځ مشال رېډيو ته وويل چې پارلېمان يوه مقدسه او جمهوري اداره ده نو که پر دې د حملې کيس د عمران خلاف ثابت شوی وی نو نوموړی له غټې سزا سره مخامخېدای شو: (( دا په اصل کې د حکومت عملداري چېلنج شوې وه نو د دې سزا عمرقېد،له څوکۍ لرې کېدل،بنديزونه او تر دې چې د مرګ سزا هم کېداې شوه.))

د يادونې ده چې د ۲۰۱۳ م کال د انتخاباتو په نتيجه کې د مسلم ليګ (ن) رهبر نواز شريف وزيراعظم جوړ شوی و خو د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان چې هغه وخت په اپوزيشن کې و تور يې پورې کړ چې په انتخاباتو کې درغلي شوې او بيا يې وروسته د حکومت خلاف دهرنا پېل کړه او د ۲۰۱۴ م کال په اګست مياشت کې د تحريک انصاف پرلتوالو د پارلېمنټ هاوس او وزيراعظم هاوس لور ته مارچ وکړ او هلته يې له پوليسو سره نښتې وشوې. ډان ورځپاڼه وايي د هغه وخت پرازيکيوټرز يا حکومتي وکيلانو د عمران خان او د ده د ګوند نورو غړو خلاف د کيس جوړولو لپاره په ثبوتونو کې ۶۵ تصويران،کوتکونه او داسې نور شيان له عدالت سره جمع کړي و. دوي ويلي و چې عمران خان خپل پلويان د هغه وخت د حکومت خلاف تشدد ته هڅولو و چې پکې له پوليسو سره په نښتو کې درې کسان مړه شوي او ۲۶ ژوبل شوي و.هغه وخت پوليسو د دوي خلاف د ترهګرۍ دفعې لاندې مقدمه درج کړې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG