د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې یو بل تن په هدفي برید کې وژل شوی


ارشیف: په شمالي وزیرستان کې د هدفي بریدونو خلاف بیا بیا پښتون ژغورنه غورځنګ او ځايي ولس لاریونونه کوي
ارشیف: په شمالي وزیرستان کې د هدفي بریدونو خلاف بیا بیا پښتون ژغورنه غورځنګ او ځايي ولس لاریونونه کوي

د ځايي خلکو او چارواکو په وینا شمالي وزیرستان خېسور کی تیره شپه (د اکتوبر ۲۸مه) د نامالومو وسلوالو په ډزو کې یو ځای تن وژل شوی دې.

چارواکي وایي برید کونکي په تېښته کې بریالي شوي. ځایي خلکو مشال راډیو ته وییلي دغه پېښه د اکتوبر پر ۲۸مه د شپې ناوخته د شمالي وزیرستان په لرې پرته سیمه خیسور کې شوې ده.

له دې نه وړاندې د اکتوبر پر ۲۴مه هم په خیسور کې یو ځای تن په هدفي برید کې وژل شوی وو. او هم د اکتوبر پر ۲۴مه وسله والو د ميرامشا د خیځۍ سیمې یو اوسېدونکی له ځان سره بیولی وو او بیا یې ویشتلی وو.

د دغو بریدونو ذمه واري هم تراوسه چا نده منلې.

شمالي وزیرستان کې یو بل تن په هدفي برید کې وژل شوی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:35 0:00

په شمالي وزیرستان کې په روان کال کې تر اوسه ۳۷ او په تیر کال کې ۵۱ هدفي بریدونه شوي دي. پښتون ژغورنه غورځنګ او ځايي‌ خلکو په وار وار په شمالي وزیرستان کې د داسې پېښو پرضد احتجاجي ناستې او پرلتونه هم ترسره کړي دي.

XS
SM
MD
LG