د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د پاکستان د ویزو په برخه کې د ستونزو پر هواري خبرې وکړې.
حنیف اتمر او شاه محمود قریشي د ټېلېفوني خبرو پر مهال په افغانستان کې د پاکستان د کونسلي چارو د پياوړتیا پر امکان بحث کړی دی.
د افغانستان د بهرنیو وزارت ویاند ګران هېواد د اکتوبر پر ۲۸مه مشال راډیو ته وویل چې ټېلېفوني خبرې د اکتوبر ۲۷مې پر ماښام وشوې.
هغه زیاته کړه: "د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر له خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، د افغان وګړو د ویزو د مشکلاتو پر حل او د کونسلي خدماتو د ظرفیت په لوړولو خبرې وکړې."
د ویزو د ستونزو د هواري په اړه ډېر جزییات نه دي ورکړل شوي، خو له دې وړاندې پاکستاني چارواکو ویلي، د دغه بهیر د اسانه کولو هڅه کوي.
پاکستان شاوخوا اته میاشتې د افغانانو لپاره ویزې بندې کړې وې او اوس ګڼ افغانان د ویزو تقاضا لري.
تېره اوونۍ جلال اباد کې د ویزې اخیستو پر مهال ټېل ماټېل کې لږ تر لږه ۱۵ کسان مړه شول او یو شمېر ټپیان شول.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د وزارت سرپرست حنیف اتمر له قریشي سره د دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا او سولې بهیر کې د پرمختګونو په اړه هم غږېدلی دی.