د ملګرو ملتونو د اټومي چارو د څار اداره وايي، ایران له خپل نطنز اټومي مرکز سره نېږدې د اټومي بټۍ د برخو یوځای کولو د ځمکلاندې کارخانې (پلانټ) پر جوړولو کار پیل کړی.
د اټومي انرژۍ د څار نړیوالې ادارې (ای اې اي اې) مشر رافایل ګروسي د اکتوبر پر ۲۸مه د جرمني په مرکز برلېن کې په یوه مرکه کې وویل چې دا د هغه ځای نعم البدل ښکاري چې په جولای کې پکې چاودنه شوې وه.
تهران هغه د سبوتاژ یوه حمله بللې وه.
ګروسي وویل، ایران د بټۍ برخو یوځای کولو باندې کار روان کړی خو لا پوره شوی نه دې ځکه چې دا یو اوږد بهیر دی.
ادارې د اکتوبر پر ۲۸مه له سیټلایټه (سپوږمکۍ) اخیستي انځورونه هم خپاره کړل او ویې ویل چې دا یې د تعمیراتي کار ثبوت دی.
ګروسي زیاته کړه ایران په لویه پيمانه د ټیټې درجې غني اورانییم هم ذخیره کړي دي، خو داسې نه برېښي چې دا د اټومي وسلې د جوړولو لپاره کافي دي.
د ایران د اټومي پروګرام مشر علي اکبر صالحي تېره میاشت پر سرکاري ټېلېویژن ویلي ول چې د تباه شوي اټومي پلانټ پر ځای "له نطنز سره نېږدې د غرونو په منځ کې" نوې کارخانه جوړېږي.
ګروسي وویل ایران د اټومي انرژۍ د څار نړیواله اداره له تعمیراتي کاره خبر کړې ده او دوی اوس هم د ایران اټومي مرکزونو ته د تګ رسايي لري.
ایران له دغو تورونو انکار کوي چې ګواکې اټومي ولسې جوړول غواړي او وايي، اټومي پروګرام یې سوله ییزې موخې لري.