د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان قامي اسمبلۍ په فرانس کې د پیغمبر اسلام خاکې خپرول وغندل

د پاکستان قامي اسمبلۍ وداني
د پاکستان قامي اسمبلۍ وداني

قامي اسمبلۍ د اکتوبر پر ۲۶ مه په فرانس کې د پیغمبر اسلام د خاکو د خپرولو خلاف یو قرارداد په اکثریت منظور کړی دې چې د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وړاندې کړی وو.

پر دغه وخت ځینو مخالفو سیاسي مشرانو پر حکومت نیوکې وکړې چې ولې یې په ځنډ راوړ، خو شاه محمود قریشي وویل باید پر دې مسله ټول سیاسي ګوندونه متفقه رای ورکړي. له دې وړاندې د پاکستان سېنېټ هم په دې اړه یو مذمتي قرارداد منظور کړی.

دا له هغې وروسته ده چې په فرانس کې د یو استاد د وژنې د پېښې پرضد په مظاهرو کې ځینو خلکو د پیغمبر اسلام په اړه ځېنې خاکې ښودلې وې. شاه محمود قریشي په اسمبلۍ کې وییلي په دغه اړه یې په اسلام اباد کې یې د فرانس سفیر هم وربللی دی.

XS
SM
MD
LG