د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور مدرسه: د چاودنې ۹۰ تنه برسېرن ژوبل له لېډي رېډینګ روغتونه فارغه


د پېښور سپین جومات کې د چاودنې یو ژوبل تن روغتون ته وړل کېږي. ۲۰۲۰، ۲۷ اکتوبر
د پېښور سپین جومات کې د چاودنې یو ژوبل تن روغتون ته وړل کېږي. ۲۰۲۰، ۲۷ اکتوبر

د پېښور لېډي ریډینګ روغتون چارواکي وايي د ښار په دیر کالونۍ په مدرسه کې پر ۲۷م اکتوبر شوې بمي چاودنه کې ۹۰ کسان معمولي ټپیان ول چې له درملنې پس یې کورونو ته لېږلي دي.

د یاد روغتون ویاند محمد عاصم بېګا مشال رېډیو ته وویل چې دا مهال له دوی سره یواځې پنځه زخمیان داخل دي او نور څلور ژوبل چې ډېر سوځېدلي ول د نور علاج لپاره د پېښور حیات آباد میډيکل کمپلیکس ته استول شوي دي.

د نهې په ورځ د دیر کالونۍ په یوه مدرسه کې شوې چاودنه کې لږ تر لږه اته کسان مړه شوي او خوا اوشا ۱۰۰ کسان ژوبل شوي ول. تر اوسه د دې چاودنې ذمه واري چا نه ده منلې.

اپوزېشن ګوندونو د پېښور مدرسه کې د بمي چاودنې پېښه په سختو غندلې او پر حکومت یې نیوکې کړي چې په امنیت ټینګولو کې پاتې راغلی. مولانا فضل الرحمان ویلي، یوخوا حکومت د ترهکرو او ترهګرۍ ختمولو دعوې کوي خو بل اړخ په مدرسو کې د ترهګرۍ داسې پېښې کېږي. نوموړي د سیند صوبې په سکر ښار کې د نهې پر ورځ خبري غونډې ته په خپلو څرګندونو کې زیاته کړه که حکومت او ادارې د مدرسو تحفظ نه شي یقیني کولی نو مدارس دې پخپله د خپل امنیت بندوبست وکړي.

په عین حال کې د خېبر پښتونخوا د پولیسو مشر ثنا الله عباسي رسنیو ته ویلي په صوبه کې د امنیت ټینګولو لپاره یې چټک ګامونه پورته کړي دي. دا راز د خېبر پښتونخوا وزیراعلا محمود خان په دې پېښه کې د وژل شویو کسانو کورینو لپاره د پنځو لکو او د ژوبلو کسانو لپاره د دوو لکو روپو ورکولو اعلان کړی دی.

د پېښور پر کوهاټ روډ د نصرالله بابر مېموریل روغتون ته هم په مدرسه کې د شوې چاودنې نږدې ۳۸ ژوبل تنان وروړل شوي دي چې پکې ۱۲ سخت ژوبل یې نورو روغتونونو ته استولي او پاتې هغه یې له درملنې پس فارغه کړي ول.

سترګو لیدلی حال

د سپین جومات خادم اکرام الله له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې ډېری زده کوونکي د مدرسې په مرکزي تالار کې سهار د اتو او نهو بجو په منځ کې درس ته غوږ ول چې چادونه وشوله. دی د ځینو خلکو له خولې وايي چې یو تن له بېګ سره همهغه ځای ته ورننوتی او خپل بېګ یې هم هلته پرېښی چې وروسته پکې چاودنه شوې. د مشال راډيو په کښلې ویډیو کې ښکاري چې د يوه لوی تالار په منځ کې پر ځمکه باندې یوه لویه کنده شوې ده او ګېر چاپېره د زده کوونکو بستې او کتابونه خواره پراته دي.

یو امنیتي کس د پېښور مدرسه کې د چاودنې ځای پلټي. ۲۰۲۰، ۲۷ اکتوبر
یو امنیتي کس د پېښور مدرسه کې د چاودنې ځای پلټي. ۲۰۲۰، ۲۷ اکتوبر

د راپورونو له مخې دغه وخت په مدرسه کې لوی شمېر زده کونکي په دیني زده کړو بوخت ول، چې بمي چاودنه پرې وشوه.

د پیښور پوليسو مشر محمد علي ګنډاپور رسنیو ته ويلي دغه یو ټایم بم وو چې په مدرسه کې يې هغه وخت وچولو کله چې د سهار اته نیمې بجې ماشومانو خپلې زده کړې پیل کړې. نوموړي ویلي پلټنې روانې دي، ښايي د دې چاودنې تر شا د یوې منظمې وسله والې ډلې لاس وي.

د خیبر پښتونخوا د صحت وزیر تیمور جګړا له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې ټپیانو ته به بهترینه روغتیايي اسانتیاوې ورکوي.

د خيبر پښتونخوا صوبايي وزير شوکت يوسفزي له چاودنې پس د پاکستان له جيو ټي وي سره په خبرو کې وويل چې په پېښور کې د ترهګرۍ پېښو تیارسی (الرټ) موجود وو.

د خيبر پښتونخوا د اطلاعاتو صوبايي وزير کامران بنګش رسنيو ته ويلي چې د نيکټا لخوا په پېښور کې د دا ډول پيښو خبردارې ورکړل شوی وو چې له وجې يې امنيتي ګامونه پورته کړل شوي ول. د بنګش په خبره نن به په دې اړه د لوړ پوړو چارواکو غونډه کېږي.

د سپین جومات په دغه دیني مدرسه کې له ۹۰۰ زیات زده کونکي زده کړې کوي. دا مدرسه په دیر کالونۍ کې د پېښور جنوب پلو له رینګ روډ سره جوخت پر دوره سړک موقعیت لري. تر اوسه د پېښې زمه واري هېڅ یوې ډلې نه ده منلې.

یو امنیتي چارواکي د پېښور دیني مدرسې کې د چاودنې له ځایه د زده کوونکو کتابونه راټول کړي. ۲۰۲۰، ۲۷ اکتوبر
یو امنیتي چارواکي د پېښور دیني مدرسې کې د چاودنې له ځایه د زده کوونکو کتابونه راټول کړي. ۲۰۲۰، ۲۷ اکتوبر

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG