د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې چاودنې څلور تنه ژوبل کړي


ارشیف
ارشیف

په خوست ښار کې نن مازیګر یوه چاودنه شوې ده.

د امنیه قومندانۍ ویاند عادل حیدر ازادي راډیو ته وویل چې چاودېدونکي مواد په یوه موټرسایکل کې ځای پر ځای شوي و او څلور کسان یې ټپیان کړي دي.

چاودنه په خوست ښار کې د بې پولې ډاکترانو زیږنتون ته څېرمه شوې.

چا د دې بمي چاودنې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG