د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې یوې چاودنې لږ تر لږه درې تنه وژلي دي


د کوټې پولیسو یو لوړپوړي چارواکي اظهر اکرم چې چاودنه د اکتوبر پر ۲۵مه (پرون) ناوخته په موټرسایکل کې په اېښودل شویو باروتو شوې ده.

دې چاودنې دوه تنه نور ټپي کړي او یو شمېر موټرو ته یې زیان اړولی دی.

دا په داسې حال کې وه چې پرون په کوټه کې د اپوزېشن ګوندونو د جلسې پرمهال سخت امنیتي ګامونه پورته شوي وو.

خو چاودنه د جلسې له ځایه څو کلومیټره لرې د سبزیو په یوه مارکېټ کې چې پرون زیاتره وخت تړلی وو شوې ده.

چا د دې پېښې ذمه واري نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG