د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر ټرمپ د ولسمشرۍ انتخاباتو لپاره خپله رایه وکاروله


ولسمشر ټرمپ په داسي حال کې له وړانډي رايي کارولې چې په دري رقابتي رياستونو کې د خپل ډيموکريټ سيال جو بايډن ضد کمپاين پيلوي.
ولسمشر ټرمپ په داسي حال کې له وړانډي رايي کارولې چې په دري رقابتي رياستونو کې د خپل ډيموکريټ سيال جو بايډن ضد کمپاين پيلوي.

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پرون په فلوريډا رياست کې د ولسمشرۍ انتخاباتو لپاره تر نېټې مخکې خپله رايه وکاروله.

په امريکا کې د نومبر پر درېيمه د ولسمشرۍ ټاکنې کېږي.

ولسمشر ټرمپ په داسي حال کې له رايه کارولې چې په درې رقابتي رياستونو کې د خپل ډيموکريټ سيال جو بايډن ضد کمپاين پيلوي.

د ولسمشرۍ ټاکنو ته یوازې ۱۰ ورځې پاتې دي، او ټرمپ د نږدې ۵۵ ميلیونه امریکایانو څخه یو دی چې له وړاندې یې د کورونا وايرس وبا له وجې په شخصي یا د ډاک (پوستې) له لارې رایې ورکړې دي.

کارپوهان اټکل کوي چې د ووټ اچولو شرح به تاريخي وي او شاوخوا ۱۵۰ ميليونه خلک به رايي ورکړی چې ۶۵ فيصده جوړيږي.

په نيويارک، چې د ډيموکرايټانو پلوی رياست دې، د اکتوبر پر ۲۴مه خلک په ګېنټو په قطارونو کې ولاړ وو چې تر نېټې مخکې رايې واچوي.

همداراز په نورو رياستونو کې خلک رايي اچولو لپاره مرکزونو ته ورغلي.

ډیموکراټان تمه لري چې د رایې ورکوونکو لوړه کچه او پراخه پوسټ رایه ورکول به دوی په سپینه ماڼۍ او کانګرس کې بریا ته ورسوي.

خو رېپبليکن ګوند وايي چې د دوی ملاتړکوونکي به د ټاکنو په ورځ راوځي چې د دوی په ګټه به وي. د ټرمپ او بايډن انتخاباتي کمپاين کې د کورونا وايرس وبا تر ټولو مهمه موضوع وه او دواړو مشرانو په دې لړ کې خپل ليدونه وړاندي کړي.

ټرمپ د کورونا وايرس پر وړاندي د مبارزي د اقداماتو دفاع کړي او ادعا کوي چې هېواد يې وايرس کنټرول کولو ته نېږدې شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د اکتوبر پر ۲۳مه په امريکا کې ريکارډ ۸۳،۰۰۰ کسان پر کورونا وايرس اخته شوي.

XS
SM
MD
LG