د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو د بيلاروس اليکساندر لوکاشينکا سره ټيليفوني خبرې کړې دي.
دا په داسي حال کې ده چې په هغه هېواد کې د اپوزیشن له خوا د لوکاشينکا د واکمنۍ د ختمولو لپاره د اخري مهلت مخکې پر ټولواکه واکمن فشار لا نور زيات شوي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د اکتوبر پر ۲۴مه د ازادې اروپا راډیو ته وويل چې پامپيو د بيلاروس نژاده امريکايي سياسي سټراتيجسټ خوشې کيدو غوښتنه کړې چې امريکايي حکومت يې نيول غير عادلانه بولي.
د وزارت وياند وويل چې پامپېو د امريکايي وګړي ويتالي شکلياروف په سمدستي توګه خوشې کول او له بيلاروسه د وتلو غږ کړي.
همداراز نوموړي د بيلاروس ولس سره د جمهوري هيلو د مرستو ژمنه تکراره کړې.
تر دې مخکې د بيلا روس سرکاري رسني د پامپيو او لوکاشينکا ترمينځ تيليفونې خبرو په اړه جلا دريځ ورکړي وو.
امريکا او اروپايي ټولني د بيلا روس ولسمشرۍ ټاکنو نتيجې نه دي منلي.