د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې یو تن په هدفي برید کې ووژل شو


په شمالي وزیرستان کې په روان کال کې تر اوسه ۳۵ او په تیر کال کې ۵۱ هدفي بریدونه شوي دي.
په شمالي وزیرستان کې په روان کال کې تر اوسه ۳۵ او په تیر کال کې ۵۱ هدفي بریدونه شوي دي.

د شمالي وزیرستان چارواکي وايي، وسله والو د میرامشا یو اوسېدونکی ویشتلی دی.

یوه پولیس چارواکي د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، وسله والو د ميرامشا د خوزۍ سیمې اوسېدونکی رسول رحمان د اکتوبر پر ۲۴مه له ځان سره بیولی او بیا یې ویشتلی دی.

دی وايي چې د دې پېښې مقدمه یې د نامعلومه کسانو پرضد درج کړې او پلټني یې پیل کړې دي.
چا تر اوسه د دې برید ذمه واري‌ نده منلې.

په شمالي وزیرستان کې په روان کال کې تر اوسه ۳۵ او په تیر کال کې ۵۱ هدفي بریدونه شوي دي.

په دې وروستیو کې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو او پوځ ترمنځ پر یو بل بریدونه زیات شوي دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ او ځايي‌ خلکو په وار وار په شمالي وزیرستان کې د داسې پېښو پرضد احتجاجي ناستې او پرلتونه ترسره کړي دي.

د ۲۰۱۴ز کال په نیمايي کې د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د وسله والو ضد عملیات وکړل چې د ۲۰۱۶ز کال تر پیله روان ول.

د عملیاتو له وجې لاکونه خلک بې کوره شول چې له ۲۰۱۶ز کال څخه په مرحلو کې خپلو کلیو او کورونو ته ستانه شول.

تر اوسه تر ۹۰ فیصده زیات خلک خپلو کلیو ته ستانه شوي خو زرګونه کورنۍ اوس هم د بنو د بکه خېلو په کیمپ او د افغانستان په خوست او پکتیا کې پرتې دي.

د پاکستان پوځ وايي، اوس هم په شمالي وزیرستان کې وخت په وخت د وسله والو ضد عملیات کوي.

ځايي انتظامیه وايي، د سیمې امنیت ته ژمنه ده.

XS
SM
MD
LG