د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کرويشيا پوليسو افغان او پاکستاني پناه غوښتونکي وهلي


اروپا ته روان پاکستاني او افغان کډوال د کروییشیا له پولیسو سرټکوي.
اروپا ته روان پاکستاني او افغان کډوال د کروییشیا له پولیسو سرټکوي.

د بوسنیا په میرال کېمپ کې د صحت مرکز ته د پاکستان او افغانستان داسې ګڼ کډوال ورغلي دي چې وایي هغوی د بوسنیا نه کروییشیا ته د اوړېدو پر وخت وهل شوي دي.

په دغو کې د ګڼو پناه غوښتونکیو پر بدنونو د وهلو نخښې شته. په بوسنیا کې چارواکو ویلي، هغوی په دې اړه مالومات کوي او ژوبل کډوال یې په میرال کې د صحت مرکز ته لیږلي او هلته یې درملنه روانه ده.

روانه اونۍ ګڼ پاکستاني او افغان پناه غوښتونکي د بوسنیا د پولیسو یو سیمییز مرکز مخې ته ټول شول او د کروییشیا د پولیسو پرضد یې شعارونه ورکړل، هغوی وایي د کروییشیا پولیسو وهلي او ناوړه چلند یې ورسره کړی.

د اکتوبر له ۱۲ مې نېټې نه د بوسنیا ـ هرزېګوینیا په شمال مغربي سیمه وېلیکا کلاودوسا کې د صحت په یومرکز کې د هغو ۱۵۰ کډوالو درملنه روانه ده، چې وایي د بوسنیا نه کروییشیا ته د اوړېدو پر وخت کروییشیایي پولیسو وهلي.

په تصویرونو کې د اکثرو کډوالو پر بدن د تشدد نخښې لیدل کېږي.
په تصویرونو کې د اکثرو کډوالو پر بدن د تشدد نخښې لیدل کېږي.


په دغه صحت مرکز کې کارکونکي وایي د ۲۰۱۷ م کال وروسته دا لومړی وار دی چې کډوال په وهلو ژوبل شوي دي. ډاکټر مصطفی هودزېچ چې د میرال په کډوالو کېمپ کې کار کوي د مشال راډیو بالکان څانګې سره په خبرو کې وایي، په دا وروستیو کې ورته ډېر داسې کډوال ورغلي چې پر ملا، پښو او د بدن پر نورو ځایونو یې د وهلو سخت نښانونه دي او داسې مالومیږي چې هغوی پر اوسپنه او یا پر کوم بل څیز سخت وهل شوي دي.

په دغو کډوالو کې یو د پاکستان عدنان اکرم هم دی. عدنان د مشال راډیو بلکان څانګې سره په خبرو کې وویل:

"اصلي ستونزه د کرویشیا پولیس دي. زه به یوه میاشت وروسته بیا ځم. زه غوښتنه کوم چې وهل مه کوئ. ډېر خلک ژوبل شوي. په سترګو او سر وهل شوي دي، ژوبل شوي دي. دا څو ورځې ګڼ خلک بېرته راشړل شوي. د ملګرو ملتونو له کډوالو ادارې غواړم چې له کډوالو سره د دې ناوړه چلند مخه ونیسي."

اروپا ته روان پناه غوښتونکي وايي، د کروییشیا پولیس ورسره تشدد کوي.
اروپا ته روان پناه غوښتونکي وايي، د کروییشیا پولیس ورسره تشدد کوي.

د پاکستان یو بل پناه غوښتونکی محمد وایي، هغه د تېر زیارت په ورځ ( د اکتوبر پر ۲۲مه) ولیکا کلاودوسا ته بیرته ستون شو. محمد یو ځل بیا کوشش وکړ چې د کرویشیا پر پوله واوړي خو ناکامه شو. هغه وايي، پنځه ورځې یې بغېر له خوراکه تېرې کړې او په دې کوشش کې وو چې پر پوله واوړي خو د کروییشیا پولسو ونیوو او بوسنیا ته یې ولیږو.

محمد وایي کروییشیایي پولیسو وواهه. هغه وايي، مبایل هم ورسره نه وو نو بیرته کیمپ ته هم نه شو ستنېدلی. محمد په میرال کېمپ کې دی او د هغه په بدن هم د پولیسو د وهلو نخښې دي.

محمد تر دې وړاندې هم په میرال کېمپ کې وخت تېر کړی او غواړي چې د کروییشیا پر پوله نورو هېوادونو ته واوړي خو لا هم په خپله دغه هڅه کې نه دی کامیاب شوی.


هم په میرال کېمپ کې د پاکستان یو بل کډوال عدنان اکرم د مشال راډیو بلکان څانګې ته وویل، هغه به بیا کوشش کوي چې د کروییشیا پر پوله واوړي:

"زه به یوه اوونۍ وروسته له ملګرو سره بیا ځم، د کرويشیا پولیس د کډوالو سره بد چلند کوي له دوی نه پېسې، موبایل فونونه او نور سامانونه اخېستل شوي دي، پولیس دغه بېرته کډوالو ته نه ورکوي، دوی پر ښځو او ماشومانو هم تشدد کوي، د پولیسو رویه سمه نه ده، او دغه یوه لویه مسله ده."

د بشري حقونو ادارې وایي پر دغه پوله کډوال زیاتره وخت هم داسې پر مشکله اوړي. فاروق هم له پاکستانه ورغلی او له محمد سره یې د کروییشیا له پولې د اوړېدو هڅه کړې خو هغه هم په خپله دغه هڅه کې لا نه دی بریالی شوی.

فاروق وایي د کروییشیا پولیسو ترې موبایل فون او پېسې واخېستې، او اوس ورسره پېسې نشته، او کېمپ ته هم نه شي تللی.

د اکتوبر پر ۲۰مه، د پاکستان او افغانستان د کډوالو ییو پلاوی چې پکې ۲۶ کسان وو، د بوسنیا د پولیسو یو ځایي مرکز ته ته ورغلل.

ایران کې د کډوالو پر ګاډي د سرتېرو برید کې د سوځېدلي هلک کیسه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:01 0:00

دبوسنیا د داخلي چارو د وزارت ویاند علي سېلجېدېدسې د مشال راډیو بلکان څانګې ته وویل په دغو کې د یو پاکستان کډوال حالت نازک دی، هغه زیات زخمونه لري، او نور معمولي ژوبل دي.

علي سېلجېدېدسې د دغو کډوالو په اړه وایي:

"کډوالو راته ویلي چې کله پر کرویشیایي سرحدي سیمه یې په غېر قانوني توګه د تېریدو هڅه کوله نو داسې کسانو ونیول چې د پولیسو په حېر جامې یې په تن وې. ممکنه ده دغه د کروییشیا پولیس ول، چې دوی یې ووهل او بېرته یې ستانه کړل، دا خبره ښکاره ده چې دغه کډوال وهل شوي دي او پر بدن یې د زخمونو نښې دي."

بلخوا د اکتوبر پر ۲۱مه په بوسنیا - هرزېګوینیا کې د ډېنش کډوالو د کونسل مشرې نکولا بې د مشال راډیو بالکان څانګې ته ویلي، دغه پنا غوښتونکي په ژوبل حالت کې موندل شوي دي:

"زموږ ادارې د دغو کډوالو په اړه ټول مالومات راټول کړي دي، دوی ډېر زیات او په بې رحمۍ وهل شوي دي، د دوی نه پېسې او نور سامانونه اخېستل شوي دي. په دغو کې موږ د دوو داسې کسانو په اړه هم مالومات راټول کړي چې پرې مبینه جنسي تشدد شوی دی."

بلخوا په زغرب کې پیس سټډیز په نوم یو مرکز وایي په کروییشیا کې د تېرو څلورو کالونو راهیسې د کډوالو د وهلو ټکولو پېښې کیږي . له دوی سره د پناه غوښتونکیو په زرګونه دا شواهد شته، چې پکې پر هغوی تشدد شوی دېی، خو تر اوسه پر دغه پوله د کروییشیایي پولیسو د رویې په اړه څه پلټنې نه دي شوي.

د اروپایي کمېشنر د کونسل کارکونکې دنیا میاتوېس د اکتوبر پر ۲۱ د مشال راډیو بالکان څانګې ته ویل، هغه یو ځل بیا پر کروییشیایي چارواکو غږ کوي چې پر خپله پوله د کډوالو ځورونه او پر هغوی تشدد بند کړي.

بلخوا د کروییشیا د داخله چارو وزیر داوور بوزینووېچ دغه تورونه رد کړي دي چې ګنې د هغوی پولیسو پر کډوالو تشدد کړی دی. کروییشیایي چاواکو ویلي، نه ورسره کډوالو تماس نیولی او نه هم ورته د کومې غېر سرکاري ادارې لخوا په دې اړه څه رابطه شوې، خو بیا هم هغوی د دې خبرونو پلټنه پیل کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG