د لاسرسي ځای

تازه خبر

یونان سلګونه کډوال له لیسبوس ټاپو څخه بلځای ته لېږدوي


د لیسبوس په موریا کمپ د اکست په میاشت کې د اور ولګېدو له کبله په زرګونه پناه غوښتونکي بې سرپناه شوي ول.
د لیسبوس په موریا کمپ د اکست په میاشت کې د اور ولګېدو له کبله په زرګونه پناه غوښتونکي بې سرپناه شوي ول.

د یونان حکومت په پام کې لري چې په سلګونه کډوال له لیسبوس ټاپو بل ځای ته ولېږدوي.

یونان په پام کې لري ۲۳۰۰ نور کسان چې د کډوالو په نامه پېژندل شوي، هم خپل عمده قلمرو ته ولېږدوي.

د لیسبوس په موریا کمپ تېره میاشت اور ولګېد او په زرګونو پناه غوښتونکي بې سرپناه شول.

د یونان دولتي راډیو- ټلویزیون ویلي، د دغه هېواد حکومت دوشنبه تر ۷۰۰ زیات کډوال له لیسبوس ټاپو او په اور له یوه سوځېدلي کمپ څخه خپل عمده قلمرو ته لېږدوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG