د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان له افغان پارلیماني پلاوي سره وکتل


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د پاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي چې هیواد یې له افغانستان سره په ټولو برخو کې د ورورولۍ اړیکې پیاوړې کول غواړي.

د پاکستان سرکاري راډیو د خبر له مخې د افغانستان د ولسي جرګې سپیکر رحمان رحماني او ۱۷ کسیزه پارلیماني وفد د اکتوبر پر ۲۳مه له وزیراعظم عمران خان سره و لیدل. په دغه موقع عمران خان وویل چې د افغانستان شخړه هېڅ پوځي حل نه لري. عمران خان د سیاسي جوړجاړۍ په ضرورت ټینګار وکړ او په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د خپل هیواد د دوامدار ملاتړ خبره یې تکراره کړه.

د پاکستان وزیراعظم وویل، په افغانستان کې امن د دواړو هیوادونو لپاره ښه دی دی او زیاته یې کړه چې په تجارت کې همکاري دواړو ته ګټه رسولی شي.

افغان پلاوی چې د پاکستان د قامي اسمبلۍ د سپیکر اسد قیصر په بلنه اسلام اباد کې دی، په خپل شپږ ورځني سفر کې به د اکتوبر پر ۲۶ مه او ۲۷مه د دواړو هیوادونو د سوداګرو په یوه غونډه کې هم ګډون کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG