د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کېپټن صفدر نیولو لپاره عمران خان فشار اچولی دی: عباسي


کېپټن صفدر
کېپټن صفدر

د اپوزیشن مسلم لیګ (ن) یوه مشر او پخواني وزیراعظم شاهد خاقان عباسي تور پورې کړی چې د ګوند د سیاستوال محمد صفدر د ګرفتارۍ لپاره پر پولیسو په فشار اچولو کې د وزیراعظم عمران خان لاس دی.

عباسيد اکتوبر پر ۲۲مه (پرون) په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل، د استخباراتو اداره (ای اېس ای) او رېنجر ځواک د وزیراعظم له امر پرته هېڅ کار نشي کولای.

د اکتوبر پر ۱۸مه، د اپوزیشن ګوندونو ((پاکستان جمهوري تحریک)) په کراچۍ کې جلسه وکړه چې تر هغې وروسته پیشلمي مهال امنیتي سرتېرو په هوټل په چاپه کې د پخواني وزیراعظم نواز شریف زوم محمد صفدر ونیو. پر نوموړي تور دی چې پر هغه ورځ یې په کراچۍ کې د پاکستان باني محمد علي جناح د مزار سپکاوی کړی وو، خو هغه یې ردوي.

اپوزیشن وايي، د صفدر ګرفتارۍ لپاره د سیند د پولیسو مشر هم له کوره بیول شوی وو. تر عباسي وروسته د اطلاعاتو او خپرونو چارو وزیر شبلي فراز بېګا خبریالانو ته وویل چې اپوزیشن د عمران خان له بریا وېره لري او سیاست یې په ختمېدو دی نو ځکه دا ډول څرګندونې کوي. په عین حال کې اپوزیشن پرون په سېنېټ کې هم د پېښې پلټنو لپاره د ځانګړې کمېټۍ جوړولو غوښتنه وکړه خو وفاقي حکومت وویل چې د سیند صوبايي حکومت او د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه وار له مخه د پلټنو امر کړی نو ځکه د کمېټۍ جوړولو اړتیا نشته.

XS
SM
MD
LG