د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټاپوګان مو د صوبې ملکيت دي: د سند اسمبلۍ قرارداد


د سیند صوبې په ساحلي پټۍ کې کب نیوونکي
د سیند صوبې په ساحلي پټۍ کې کب نیوونکي

د سند صوبايي اسمبلۍ د يو قرارداد په منظورولو سره د پاکستان تحريک انصاف وفاقي حکومت هغه پرېکړه او صدراتي فرمان غندلی چې له مخې یې د سند پر دوو ټاپوګانو، بونډال او ډينګي د پرمختيايي‌کارونو پیلول غواړي.

د سند اسمبلۍ د اکتوبر په ۲۱مه په قرارداد کې وويل چې دا ټاپوګان د صوبې ملکيت دی نو ځکه یې بايد صوبايي حکومت وفاق ته پرينږدي. د سند وزیراعلی مراد علي‌شاه د دې قرارداد هرکلی وکړ او وې ويل چې د ايين ترمخه کوم ټاپو چې د صوبې د ځمکني حدودو په ۱۲ ناټيکل ميله کې واقع وي، هغه د وفاق ملکيت نه وي. نوموړي له وفاقي حکومته وغوښتل چې دا صدارتي فرمان دې واپس واخلي.

هغه وفاقي حکومت ته په خطاب کې وويل:‌ ''ما ته وايي ‌ولې پريشانه کېږي. ټاپوګان خو اسلام اباد ته نه وړو. ته خو یې یوسه! په تا کې دومره همت شته؟ يو اينچ ځمکه خو ته يوسه؟ دا ټاپوګان زموږ دي. د سنديانو دي. زه یې نه شم درته پرېښودلی. بيا ماته وايي خبرې به وکړو. زه تاسو سره په دې اړه هيڅ خبرې نه کوم. تر څو چې دا صدارتي فرمان واپس نه وي اخیستل شوی. په دې معامله هېڅ خبره نه شي کېدلی.''

د پاکستان ولسمشر عارف علوي د اګست په ۳۱مه په يو صدارتي فرمان کې د ټاپوګانو د پرمختيا ادارې جوړولو حکم وکړ. په دې حکم کې راغلي چې دا وفاقي اداره به د ملک دننه په بلوچستان او سند صوبو کې د ټاپوګانو پرمختيايي چارې سمبالوي. په دې چارو کې د ښارګوټو جوړول شامل دي. د بلوچستان عوامي پارټۍ په مشرۍ صوبايي حکومت د تحريک انصاف سره اتحاد لري نو ځکه یې د دې صدارتي فرمان هرکلی کړی خو هلته اپوزیشن ګوندونو یې په مخالفت کې ويلي‌ ‌چې د اکتوبر په ۲۵مه په کوټه کې پلان شوې، د اپوزیشن ګوندونو په جلسه کې به په دې اړه خبرې کوي.

خو حکومت دريځ لري چې پر ټاپوګانو د ترقیاتي کار سره به پانګونه زیاته شي. په سندکې د تحريک انصاف يو مشر او د صوبايي اسمبلۍ غړي حليم عادل شېخ د اکتوبر په ۲۲مه په کراچۍ کې خبريالانو ته وويل وفاق د صوبايي ځمکو ترلاسه کول نه بلکې د پرمختيايي‌کارونو کول غواړي. ''ترقیاتي کارونه روان دي. يوه روپۍ هم له سند صوبې نه وځي. هره سرمايه کاري چې کېږي سنديانو ته یې فايده ده. نوکري به هم د سند وي او اقتصادي ګټه هم. وفاق ته به یې درامدات هم نه ځي. نو ولې بايد مخالفت وشي؟ هسې د سند حکومت لګيا دی، خلک بې لارې کوي.''

خو د سند پر ټاپوګانو د کار د اعلان پرسر د پاکستان تحريک انصاف وفاقي حکومت ته د سیاسي مخالفت سربېره د ځايي‌ ماهيګیرو (کب نيوونکو) احتجاج هم ورترغاړې دی. د ټولې صوبې د کب نيوونکو کاروباريانو اتحادیې د اکتوبر په ۱۶مه مظاهرې وکړي‌او وې ويل چې بونډال او ډينګي ټاپوګانو تعمیراتي‌کار به لکونه کب نيوونکي بې روزګاره کړي.

پاکستان: په کراچې کې د سند او بلوچستان پر ساحلي پټیو په عرب سمندرګي کې د چیانيي ژور سمندر ماهیګیرۍ ټرالرز جوړولو پرضد د پاکستانیو ماهیګیرو دودیز فورم غړیو لاریون وکړ. ۲۰۲۰، ۲ سېپټمبر
پاکستان: په کراچې کې د سند او بلوچستان پر ساحلي پټیو په عرب سمندرګي کې د چیانيي ژور سمندر ماهیګیرۍ ټرالرز جوړولو پرضد د پاکستانیو ماهیګیرو دودیز فورم غړیو لاریون وکړ. ۲۰۲۰، ۲ سېپټمبر

خبریال، امر ګورړو چې د بنډال او ډينګي په ټاپوګانو کې د اوسېدونکو خلکو پر ژوند یې ګڼ ويډيويي راپورونه جوړ کړې دي، وايي د وفاقي حکومت تر اعلان وروسته کب نيوونکو او ځايي‌اوسېدونکو پر صوبايي حکومت فشار ډېر کړی چې د دوی دندې او د هستوګنې ځايونه خوندي کړي. هغه د اکتوبر په ۲۲مه مشال راډيو ته وویل ځايي اوسېدونکي د وفاق دې اعلان ته د صوبې کنټرولولو په توګه ګوري.

هغه زیاته کړه: ''دا ټاپوګان د سند په ځمکنيو حدودو کې دي. له کراچۍ ښاره ورته څه دپاسه يوه ګنټه لاره ده. دلته خلکو دا خبره نيولې چې د صوبې داسې يوه برخه يا نقشه د يو صدارتي فرمان له لارې نه شې بدلېدلی. عام خلک چې زما ورسره خبرې شوې وايي چې دا خو به سبا وفاقي حکومت د سند يوه بله ضلعه هم ياده کړي چې د صوبايي حکومت له رضا پرته دې پکې بيا دا کار وشي او هغه دې وشي. عام خلک د ترقیاتي په کارونو هيڅ باور نه لري. دلته د کبانو فارمونه دي او د کب نيوونکو کاروبار دی. عام خلک وايي چې نه پر دې ټاپوګانو د صوبې او نه هم د وفاق له خوا کار مني ځکه چې د دوی په نظر دا د دوی روايتي اقتصاد له منځه وړي. دوی وايي دا ټاپوګان چې څنګه دي، همداسې دې پرېښودل شي.''

د جولای په مياشت کې د سند صوبايي حکومت وفاقي حکومت ته په يو خط کې ليکلي وو چې په ځينو ټاپوګانو کې پرمختيايي کار کېدلی شي. خو د سند وزیر اعلا ‌مراد علي شاه د اکتوبر په ۲۲مه په صوبايي اسمبلۍ کې وويل دا ليک غلط تعبیر شوی او وفاق ته يې هيڅکله د ټاپوګانو ملکيت او د کار واک نه دی ورکړی. نوموړي په دې اړه زیاته کړه چې که څوک نور شک لري، دی کولی شي د وفاق او صوبې ترمنځ ټول رسمي ليکونه رسنيوو ته ورکړي.

په همدې حال کې د ټاپوګانو پر مسله د راپورته شوي جنجال له امله د پاکستان وزیراعظم عمران خان، د اټارني جنرل سره د قانوني لارو چارو په اړه خبرې کړي دي. ايکسپريس ټريبيون ورځپاڼې ليکلي چې عمران خان د اکتوبر په ۲۲مه په اسلام اباد کې تر دې ملاقات وروسته ويلي چې دا کشاله باید د سند صوبايي حکومت سره په هم اهنګۍ حل شي.

XS
SM
MD
LG