د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا وایرس د امریکا نېږدې درېو برخو ته په خپرېدو دی


نیویارک کې روغتیايي کارکوونکي
نیویارک کې روغتیايي کارکوونکي

کورونا وایرس د امریکا نېږدې درېو برخو ته د خپرېدو په حال کې دی او په اروپا کې یې ډېرې خپرېدا حکومتونه اړ کړي چې نوي بندیزونه ولګوي او د نورو سختو هغو خبرداری ورکړي.

د امریکا په لوېدیځه او منځنۍ برخه کې یې چې د کورونا وایرس په چټکۍ د خپرېدو په حال کې دی، په شپږو ایالتونو کې یې تر ټولو زیاتې نوې پېښې ثبت شوې دي.

په امریکا کې په وروستۍ یوه اوونۍ کې د دغه وایرس له ا مله د مړو شمېر د ورځې په متوسط ډول ۷۵۷ تنو ته رسېږي. له دې سره په ټوله امریکا کې د مړو شمېر۲۲۲،۰۰۰ ته رسېدلی دی.

په اروپا کې د دغه وایرس د نوې څپې د لاخپرېدو د مخنیوي د هڅو په ترڅ کې پولینډ او پرتګال نوي بندیزونه لګولي او خبرداری یې ورکړی چې نور به هم ولګوي.

په هغو هېوادونو کې د ماسک (تمبوزک) کارول ضروري شوي، غونډې محدودې شوي، بارونه (میخانې) او رستورانونه بند شوي، او تقریباً بیا د پوره ټولبند یو حالت پیدا شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG