په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وایرس ۶۶۰ مثبې پېښې ثبت شوې دي.
د کووېډ-۱۹ په اړه د پاکستان حکومتي ووبپاڼې د اکتوبر پر ۲۱مه وویلي، ناروغۍ په ۲۴ ساعتونو کې ۱۹ کسان وژلي دي.
له ووبپاڼې سره سم، په هغه هېواد کې د اکتوبر تر ۲۱مې د کورونا وایرس مثبتو پېښو رسمي شمېر ۳۲۴،۷۴۴ ته ورسېد.
خو په پاکستان کې له کووېډ-۱۹ ناروغۍ ۳۰۹،۰۰۰ کسان رغېدلي هم دي.
دا مهال په هېواد کې د ناروغانو شمېر تر ۹،۳۰۰ زیات دی.
د پاکستان حکومت د اکتوبر پر ۲۰مه د هېواد صوبې انتظامي چارواکو ته سپارښتنه کړې چې د وایرس مخنیوي احتیاطي تدابیر عملي کړي.
حکومت په تېرو اوونیو کې په بیا بیا اندېښنه ښوولې چې که خلک احتیاط ونکړي، د کورونا وایرس پېښې لا زیاتېدای شي.